تازه خبرونه

په کابل کې سلګونه بېوزله کورنۍ د بیات بنیاد د مرستو ټولګې ترلاسه کړې

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۴, ۱۴۰۲)

بیات بنیاد د الله پاک له مهربانیو څخه په ډکه میاشت روژه کې اړمنو کورنیو ته د خپلو خوراکي توکو د مرستې د وېش لړۍ له کابله کړه.

د بیات بنیاد مسوولینو وبلي؛ په دې مرستو کې اوړه، وریجي او غوړي شته او په پام کې ده، چې د روژې مبارکې میاشتې تر پایه ټولو ولایتونو ته ورسیږي. د بیات بنیاد مرستې هغه کسانو ته وېشل کیږي، چې د یوې سروې او بشپړې څېړنې له مخې بېوزله پېژندل شوي وي.

د بیات بنیاد مسوولین وایي، له دې مرستو څخه موخه د بېوزله خلکو لاسنیوی دی.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل خان په دې اړه وایي: مونږ د روژې مبارکې میاشتې د مرستو په لړ کې هر کال دغه د بیات بنیاد اړوند ټولګې وېشو. له نېکه مرغه نن په کابل ښار کې پر یو شمېر مستحقو کسانو د اوړو، غوړیو او وريجو په ګډون یو شمېر خوراکي توکي ووېشل شول. 

نوموړي زیاته کړې؛ د مرستو دا لړۍ به په کابل او ولایتونو کې روانه وي.               

هغه کورنۍ، چې د بیات بنیاد مرستې یې ترلاسه کړي؛ دا مرستې اغېزمنې بولي او له نورو بنسټونو هم د ورته مرستو غوښتنه کوي.

د مرستو یو ترلاسه کوونکی وایي: له بیات بنیاد یوه نړۍ مننه، چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې یې له مونږ بېوزلو سره مرسته وکړه.

یو بل مرسته شوی وایي: الله پاک دې ورته وس او اجر ورکړي؛ ان شالله، چې بیا هم د افغانستان له دغه دردیدلي او بېوسه خلکو سره مرسته وکړي.

بیات بنیاد د کار له پيله تراوسه پورې هر کال د افغانستان د خلکو ترڅنګ دریدلی او د نورو بشردوستانه مرسته رسوونکیو بنسټونو په څیر یې د افغانستان له خلکو سره په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې مرستې کوي او اړوند لړۍ یې روانه ساتلې ده.

Trending

Exit mobile version