تازه خبرونه
په کابل کې په ځانمرګي برید کې دوه تنه ووژل شول
د کابل ښار په نني ځانمرګي بريد کي دوه تنه ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول.
د ځانمرګي موخه د لويې څارنوالۍ د مامورينو موټر و چي ډیری ټپيان ښځي دي او په ټپيانو کي درې تنه عادي وګړي هم شامل دي.
ځانمرګي بريد ګر نن سهار هله له ځان سره چاودي دونکو توکو ته چاود نه ورکړه چي د لوي څارنوالي د ماموري نو موټر د سناتوريم له سړک څخه تيريده.
د کابل د پوليسو قومندان وايي چي پدې پيښه کي دوه تنه مړه شوي او پينځلس تنه نور ټيپيان دي.
د دي پيښي ټپيان استقلال روغتون ته وړل شوي.
وسلوالو طالبانود دي پيښي مسووليت په غاړه اخستي.
تازه خبرونه
د دوحې په جوړېدونکې ناسته کې د اسلامي امارت استازي ګډون کوي
ټاکل شوې، چې د روان زېږدیز کال د جون پر دېرشمه په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر ملاتړ درېیمه دوه ورځنۍ ناسته جوړه شي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان استازي به د ملګرو ملتونو پر ملاتړ د دوحې په راتلونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: د افغانستان اسلامي امارت استازي به دوحې په راتلونکې ناسته کې که جوړ شي؛ هلته به د افغانستان د خلکو او حکومت استازیتوب وکړي.
دبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ دې ناستې ته تلونکی پلاوی به وروسته په ډاګه شي.
ټاکل شوې، چې د روان زېږدیز کال د جون پر دېرشمه په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر ملاتړ درېیمه دوه ورځنۍ ناسته جوړه شي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت د دوحې کنفرانس په دوهیمه ناسته کې له ګډون هغه وخت ډډه وکړه، چې ملګرو ملتونو یې د افغانستان د یوازني رسمي استازي په توګه د ګډون غوښتنه رد کړه.
ویل کیږي، چې اسلامي امارت د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې ناستې د اجنډا له کتنې وروسته په دې ناسته کې د ګډون پرېکړه کړې ده.
دې ته ورته نور خبرونه:
اسلامي امارت د دوحې په ناسته کې پر معنا داره ګډون ټینګار لري – متقي
د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره مو باید دریځ ومنل شي – مولوي عبدالکبیر
تازه خبرونه
پاکستان د اختر او محرم په ورځو کې پېښور ته د افغانانو پر راتګ بندیز ولګاوه
د «پاکستان آبزرور» ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د پېښور پولیسو مشر قاسم علي خان ویلي، دې ښار ته به د افغان مهاجرینو ننوتل له بشپړ بندیز سره مخ شي.
پاکستانيو رسنیو خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا چارواکو د لوی اختر او محرم په ورځو کې د دې ایالت مرکز پېښور ښار ته د افغان وګړو پر راتګ بندیز لګولی دی.
د «پاکستان آبزرور» ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د پېښور پولیسو مشر قاسم علي خان ویلي، دې ښار ته به د افغان مهاجرینو ننوتل له بشپړ بندیز سره مخ شي.
هغه زیاته کړې، دغه تدابیر د لوی اختر او محرم د مذهبي مراسمو پر مهال د امنیت د تامین لپاره په پام کې نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، پوليس به حساس او مذهبي ځايونه تر پلټنې لاندې ونیسي.
پاکستانيو چارواکو تل ادعا کړې، چې په پاکستان کې بریدونه د افغانانو لهخوا پلان او ترسره کېږي.
اسلامي امارت دغه ادعاوې تل رد کړي او ویلي یې دي، چې افغانستان د پاکستان د امنیت د ناکامۍ مسوول ندی.
نور دې ته ورته خبرونه:
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
پاکستان ولې له افغانستان سره په پوله کې د ترهګرو د راتګ مخنیوی نهکوي؟
تازه خبرونه
د جرمني پولیسو یو افغان له برید وروسته پر ډزو وواژه
د جرمني پولیسو د شنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد په ختیځ کې یې یو افغان له هغې وروسته پر ډزو وواژه، چې خپل یو هېوادوال یې وواژه او درې نور یې ټپیان کړل.
د اسوشیېټډ پرس خبري آژانس د راپور له مخې؛ په دې پېښه کې دغو درې ټپي کسانو د برید پر مهال د یورو ۲۰۲۴ کال د فوټبال سیالیو د پرانستونکې لوبې ننداره کوله.
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ برید کوونکی ۲۷ کلن و، چې د جمعې پر مازیګر یې په ویلمیراشت ښار کې لومړی پخپل ۲۳ کلن هېوادوال د چړې کوزارونه وکړل.
دغه سړي بیا درې آلمانبان په داسې حال کې ټپیان کړل، چې د یوه کور په حویلی کې یې د جرمني- سکاټلنډ د فوټبال لوبې ننداره کوله؛ د دوه ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې ښودل شوی دی.
پولیسو ویلي، چې دغه کس پر پولیسو هم برید کړی دی؛ دوه پولیس افسرانو پرې ډزې وکړې او هغه په روغتون کې د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړه.
تر اوسه د دغه برید انګیزه معلومه نده.
د آلمان د ساکسن – انهالټ ایالت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې ایالت کې د پولیسو حضور ډېر شوی دی.
-
سوداگري4 days ago
له یوه ایراني شرکت سره د تېلو پر معیاري چاڼخونې خبرې وشوې
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په کویټ کې د اورلګیدنې له کبله ۴۹ کارګران مړه شوي
-
لوبی3 days ago
هند له امریکا لوبه وګټله او د ۲۰ اوریز نړیوال جام دوهیم پړاو ته یې ګام پورته کړ
-
لوبی2 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاپوا نیوګیني ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days ago
د پوهنې وزارت چارسمبالي د پوهنې وزيرانو دوهیم نړيوال فورم ته وينا وکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
له شپږم پورته د نجونو د زدهکړو له ځنډېدا ۱۰۰۰ ورځې بشپړې شوې
-
لوبی2 days ago
کابل زلمی د کابل کرکټ غوره لیګ د دوهیم پړاو اتلولي خپله کړه
-
تازه خبرونه3 days ago
د افغانۍ ارزښت او په بانکونو کې د پیسو کچه مخ پر ښه کېدو ده – د افغانستان بانک