Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې ځانمرګي برید یو پولیس وواژه او درې نور یې ټپیان کړل

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

1

نن سهار شاوخوا اووه بجې د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې یوه  ځانمرګي برید یو پولیس وواژه او درې نورېې ټپیان کړل.

د کابل د امنیې قومندانۍ چارواکي وایي، ځانمرګی د امنیتی ځواکونو ترتعقیب لاندې و، چې خپلې موخې ته له رسیدو وړاندې یې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د پولیسو له موټرسره نږدې چاودنه ورکړه.

د کورنیو چارو وزارت  په برید کې وژل شوی پولیس ته د اتل سرتیري لقب ورکړ.

د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي جرمنوسره د مبارزې رییس فرید افضلي د پیښی په سیمه کي رسنیو ته وویل چې د یوه زخمي روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی.

د سیمې یوشمیر او سیدونکي وایی چاودنه ډېره درنده وه. دهغوۍ په وینا دري تنه پولیس ډېر سخت ټپیان وو؛ خو ملکي خلکو ته یي هیڅ ډول مالي او ځاني زیان ندۍ اړولی.

د دغه برید مسولیت وسلوالو طالبانو پرغاړه ا خستی. د یادوني وړده چې په وروستیو کي په هیواد کي ځانمرګو او وسله والو بریدونو زورا خستی.

Advertisement

تازه خبرونه

د دفاع وزارت چارسمبالي د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳, ۱۴۰۳)

د ملي دفاع وزارت وياند ويلي، چې د دفاع وزارت چارسمبالي محمد يعقوب مجاهد نن (پنجشنبه د غبرکولي درېیمه ) په کابل کې د قطر د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال محمد بن عبدالعزيز الخليفي سره وکتل.

د دفاع وزارت ویاند عنايت الله خوارزمي څرګنده کړې، چې په دې کتنه کې محمد یعقوب مجاهد په هېواد کې د وروستۍ زلزلې او سېلاب له زیانمنو کسانو سره د قطر له بشري مرستو مننه وکړه.

 د خبرپاڼې له مخې؛ مجاهد دغه راز له قطر سره د اړیکو پر پیاوړتیا او د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

ویل کیږي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان خلکو ته د دوستانه اړیکو د ټینګښت او په بېلابېلو برخو کې د ډېرو نورو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت دې د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي – قطر

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳, ۱۴۰۳)

د قطر بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته راغلی او اسلامي امارت ته یې د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د پنجشنبې پر ورځ ( د غبرګولي درېیمه ) د ریاست الوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه غونډه به د اسلامي امارت د استازي په شتون کې بې پایلې نه‌وي. نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له استازي پرته به دا ډول غونډې بې پالې وي او په دې اړه یې ملګرو ملتونو ته هم خپل دریځ روښانه کړی دی.

دې قطري چارواکي دا هم ویلي؛ هېواد یې له نړیوالو هوايي شرکتونو سره کار کوي، چې د قطر او کابل ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره د یوه ځانګړي میکانیزم له مخې په افغانستان کې خپلې الوتنې پیل کړي. له همدې کبله به په نږدې راتلونکي کې یو شمېر قطري سوداګر کابل ته سفر وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دوحه کې درېيمې ناستې ته په نغوته کې څرګنده کړې: د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې او نړيوال کنفرانسونه د اسلامي امارت له استازي پرته کومې پايلې ته نه رسېږي؛ نو لازمه ده، چې په داسې غونډو کې د اسلامي امارت دریځ ته درناوی وشي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال هم له افغانستان سره د قطر له مرستو مننه وکړه او زياتوي، چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې زمينه برابره شوې او قطري پانګه‌وال کولى شي په دې هېواد کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون غونډه ترسره شوه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳, ۱۴۰۳)

د پنجشنبې پر ورځ (د غبرګولي درېیمه) په سپیدار ماڼۍ کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال موموي عبدالکبیر پر مشرۍ د سیاسي کمیسیون غونډه  ترسره شوه.

په دې غونډه کې د هېواد او سیمې د وروستیو حالاتو، د دوحې د راتلونکې ناستې او اړمنو ته د بشري مرستو د رسولو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.

دغه راز د سیاسي کمیسیون په دې غونډه کې له یو شمېر هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا او تعامل بحث وشو او د اجنډا پر اساس لازم تصمیمونه ونیول شول.

تېره ورځ ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې د افغانستان په اړه به د دوحې درېیمه غونډه د چنګاښ پر لسمه او یوولسمه ( د جون پر دېرشمه او د جولای پر لومړۍ ) جوړه شي.

دغه نړیوال بنسټ د سې شنبې پر ورځ (د غبرګولي لومړۍ ) د اسلامي امارت له چارواکو او یو شمېر افغان شخصیتونو سره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې وروستۍ ناستې په اړه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې به د مدني ټولنې فعالان هم حضور ولري.

دغه راز یې په دې غونډه کې د ګډون لپاره امیر خان متقي ته رسمي بلنه ورکړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ويلي، چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان د ګډون په اړه بحثونه روان دي.

یو شمېر کارپوهانو د نړۍ وضعیت ته په نغوته کې د دې غونډې جوړېدل مهم بولي؛ ځکه د دوی په باور افغانستان د نړیوالې ټولنې رسمي غړیتوب ته اړتیا لري.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!