تازه خبرونه
په کندهارکې ډله ییز وسلوال برید پای ته ورسیدی
په کندهار کې ډله ییز برید پنځو تنو ته له مرګ ژوبلې اړولو وروسته پای ته ورسید نن له غرمې وروسته پای ته ورسید.
د کندهار ولایت د امنیت امر رحمت الله اطرافي وایي چې تېر ماښام شاوخوا اته بجې د څلورمي امنیتي حوزې اړوند د ښوونکو د روزني په عالي موسسې کې دوه تنه وسلوال مخالفین چې د زیات شمیر وسلو تر څنګ یې د چوونکو توکو ډک واسکټونه هم په تن وو، داخل شول او له هغه ځای څخه یې امنیتي پوستې تر برید لاندې راوستې.
د اطرافي په وینا په دغه جګړه کې یو پولیس او یوه ملکي مېرمنه وژل سوي او درې تنه پولیس نور زخمیان سوي دي.
اطرافي د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د یاد برید د ځنډېدو لوی لامل په ساحه کې د ملکي کسانو ګڼه ګوڼه او کورونه وه چې بیا افغان سرتېرو په ډیر مسکلي ډول سره برید پای ته ورسوی .
بل پلو د افغان دولت وسلوال مخالفینو ددغه برید پړه منلې او وایي په دغه ډله ایز برید کې یې ګڼ شمېر نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
خبریال: بریالی رحیمي