تازه خبرونه
په کندهار او هلمند کې ۲۹ طالب وسلوال وژل شوي او ۶ ټپیان دي
سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې ۲۹ طالب وسلوال وژل شوي او ۶ ټپیان دي.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي ویلي؛ تېره شپه یوولس بجي د کندهار ارغنداب ولسولۍ په سیاسنګ دره کي وسلوالو طالبانو پر امنیتي ځواکونو د برید هڅه وکړه، چي د غوڅ ملاتړ ماموریت د هوایي ځواک په مرسته پرې بمبارد شوی؛ ۱۵ طالب وسلوال وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې: د وسلوالو طالبانو ټول تجهیزات او وسلې، چي د برید لپاره چمتو شوې وې؛ هم ویجاړ شوي دي.
هغه دا هم ویلې، چې په همدې شپه د معروف ولسوالۍ د نادرخان د کور پر پوسته هم وسلوالو برید کړی، چي د پولیسو لخوا دغه برید پر شاه تمبول شوی او شپږ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دغه راز د دې ولایت د میوند ۲۱۵ قول اردو د څلورمې لوا مسوولینو ویلي؛ د شنبې پر شپه د هلمند په واشیر ولسوالۍ کي د طالبانو د یوه قوماندان په ګدون ۸ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره؛ د طالبانو دا قومندان یحیی نومیده او عبرت هم یادیده، چي تېره شپه یې د واشیر ولسوالۍ پر یو شمېر امنیتي پوستو د برید پلان درلود؛ خو موخې ته له رسیدو مخکې ووژل شول.
هغه ویلي، له دغو وسلوالو سره د هغوی موټر او وسلې هم له منځه تللي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د دغو بریدونو او مرګ وژوبلي په اړه څه ندي ویلي.
تازه خبرونه
په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
۴۰ کلن نجیبالله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړهراکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.
تازه خبرونه
ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل
د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.
تازه خبرونه
په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
-
سوداگري5 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ4 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ5 days agoایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoد کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
-
نړۍ17 hours agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
