Connect with us

تازه خبرونه

په کندهار کې حکومت د وسلوالو بریدونو قربانیانو ته پاملرنه نه ده کړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-03-11-11h50m13s123شاوخوا شپږ کال وړاندي په دې ولایت کي د یوې کورنۍ غړي ديوه ځانمرګي بريد پر مهال ووژل شول او ډېرى په کي ټپيا ن شول، چي وروسته دولت ددى کسانو دکورنيو له پاتي غړو سره دهرډول مرستو ژمنه وکړه.

په کندهارکې د چاودنواو وسلوالو بريدونوله کبله د قربانيانو د کورنيوغړي وایي، چي دولت ورته هيڅ پاملرنه نده کړى.

عبدالکریم او فضل محمد هغه دوه تنه دي، چيپه دغه چاودنه کي يي د کورنی غړي شهیدان شوي دي.

په دې  چاودنه کي د عبدالکریم یو ځوان زوی ووژل شو او څلور نور یي زخمیان شول او همدا راز د فضل محمد د کورنی درې غړي شهیدان او درې نور یې هم زخمیان شوي دي.

دغه کسان وايي، چي په خانمرګو بريدونو کي يي دکورنيو يوشمېر هغه غړي له لاسه ورکړي، چې دا ولادونو له پاره يي نفقه برابروله.

دوی وایي، چې اوس یې اقتصادي حالت ډېر خراب دى او په سختو حالاتو کي ژوند تېروي او دولت ورسره هيڅ مرسته نده کړى.

ددوي په خبره؛ په دغه پيښه کي دځاني زيانونو ترڅنګ مالي زيانونونه هم ورته اوښتي، چي دعايد منبع يې وه. لکه دوکان، چې په بشپړه توګه ويجاړ او يو ميليون افغانى زيان ورته واوښته؛ خو دولت يي پروا ونه کړه.

د کندهار د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رییس نظرعلي قاطع وایي، چي شاوخوا ۱۱ زره شهیدان د دوی په ریاست کې ثبت شوي او په منظم ډول پیسې د بانک د لاري ورکول کیږي .

د نوموړي په وینا؛ د زر تنو شهیدانو اسناد وزارت ته لیږل شوي، چي هغوی ته به هم ډېر ژر کلنى تنخوا ورکړ شي.

ديادونې وړ ده؛دغه درنده چاودنه په ١٣٨٨ لمريزکال کي ديوه مازدا موترپه واسطه په کندهار ښار کي ترسره شوه، چي په کي تر ۴۰ ډېر عام وګړي ووژل شول او تر ۶۵ ډېر يې ټپيان کړل.

دې ته ورته په سلګونه چاودنى په تېرو کلونو کي شوي، چي دډېريوکورنيو هغه غړي په کي وژل شوي، چي دکورنۍ دغړیو له پاره يې حلاله نفقه برابره وله.

خبریال: بریالی رحیمي

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!