تازه خبرونه

په کندهار کې ۴ خبریالان له طالبانو سره د همکارۍ پر تور نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۰, ۱۴۰۰)

د ملي امنیت عمومي ریاست په ډاګه کړې؛ د ملت غږ راډیو مشر بسم الله وطندوست، قدرت الله سلطاني او محب الله عبیدي د دې راډیو کارکونکي او ثناالله صیام، چې ځان د چین د شینوا خبري آژانس خبریال بولي؛ تېره اوونۍ د طالبانو تر واک لاندې د سپین بولدک ولسوالي له پوښښ وروسته ونیول شول.

یاد ریاست ویلي؛ دغو خبریالانو د روان ۱۴۰۰ لمریز هجري کال د زمري پر ۳ د کندهار د پخواني امنیه قومندان عبدالرازق په کور کې له یو شمېر طالب مشرانو مولوي منظور، ملا ګل اغا،  د کندهار ولایت پخوانی قومندان فیض الله، د پاکستان د استخباراتو دوه غړي او د ملا محمد عمر اخوندزاده زوی ملا یعقوب عمري سره لیدلي او مرکه یې ورسره کړې ده.

د سرچینې د څرګندونو له مخې: د دې خبریالانو د دې ناستې او مرکې موخه د طالبانو ستاینه او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دوی له ناانساني کړنو په ځانګړي توګه په سپین بولدک کې له غمجنو پېښو سترګې پټول دي.

ویل کیږي، چې دغه خبریالان د کندهار د اړوند ادارو  له همغږۍ پرته او د قانوني چارواکو له خبرولو پرته د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته ننوتلي وه او غوښتل یې عامه ذهنیتونه د طالبانو د ګټې لپاره راوڅرخوي.

 د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي، چې د ملت غږ راډیو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا جواز نه درلود او ناقانونه هڅې یې تر سره کولې.

 د چین شینوا خبري آژانس هم ویلي، چې ثناالله صیام د دې ادارې کارمند نه و.

ملي امنیت ویلي، چې صیام د شینوا خبري اژانس له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کوله او په ناقانوني هحو کې ښکېل و.

دغه راز ویل شوي، چې بسم الله وطندوست په دې وروستیو کې د خپل ماموریت پربنسټ د کندهار والي سره اړیکه نیولې وه، چې طالبانو ته تسلیم شي او طالبان د اختر لمونځ په کندهار ښار کې ادا کړي.

همدارنګه سرچینې څرګنده کړې، چې د کندهار ولایت چارواکي د کندهار ملي امنیت ریاست ته په یوه لیک کې د دغو خبریالانو د نیولو او توقیف غوښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version