تازه خبرونه

په کونړ ولايت کې د برښنا د يوه کوچني بند جوړولو کار پيل شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۳, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او برښنا وزارت څرګنده کړې، په کونړ ولایت کې د برښنا د یوه کوچني بند د جوړولو کار پیل شوی دی.

د اوبو او برښنا وزارت د څرګندونو له مخې، د برښنا دغه کوچنی بند د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ په شمکار کلي کې موقعیت لري، چې د افغانستان د برښنا بند لپاره د خلکو د مبارزې پر مالي مرسته د ۸۰۹۹۱۵ افغانیو پر لګښت جوړېږي.

دغه وزارت زیاتوي، چې دغه بند به د ۱۵ کیلو واته برښنا د تولید وړتیا ولري او کار به یې په دوه میاشتو کې بشپړ شي.

Trending

Exit mobile version