تازه خبرونه
په کونړ کې د پولیو د ۳ واکسیناتورانو مړي موندل شوي
هغه زیاتوي، د واکسینو دغه کارکونکي یوه اوونۍ وړاندې وسلوالو طالبانو له ځان سره وړي وه او تېره ورځ یي په یوه غرنۍ سیمه کې پر ډزو وژلي دي.
د کونړ ولایت د عامې روغتیا رییس داکتر احسان الله فضلي ویلي، چې په دغو درې وژل شویو واکسیناتورانو کې یو یې سوپروایزر او دوه نور له پولیو سره د مبارزې د پروگرام رضاکاران ول.
نوموړي دا هم په ډاگه کړې، چې دا درې واړه، د سلواغې پر اوومه کله، چې د کونړ ولایت د غازي آباد په ولسوالۍ کې د ماشومانو د گوزڼ یا پولیو د واکسین په کمپاین کې ماشومانو ته د واکسین د ورکولو په کار اخته ول، د وسلوالو له خوا نا معلوم لورې ته وتښتول شول او تېره ورځ یې په دې ولسوالۍ کې مړي وموندل شول.