تازه خبرونه
په کوېټه کې ځانمرګي برید ۱۰۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د کویټې ښار په یوه ځانمرګي برید کې شاوخوا څلور پنځوس تنه وژل شوي او پنځوس نور ټپیان دي.
پولیس وايي، دغه ځانمرګی برید نن سهار د کویټې ښار د لویدیځې څنډې د یوه روغتون په دروازه کې شوی دی.
په بلوچستان ایالات کې یوه حکومتي ویاند رسنیو ته ویلي، چې د برید په اړه څېړنې پیل شوې دي.
دغه ځانمرګی برید روغتون ته د بلال کاسي، چې یو پېژندل شوی مدافع وکیل و د مړي لیږدولو لږ وروسته رامنځته شوی دی.
تر دې دمه معلومه نه ده، چې پر بلال کاسي د برید تر شا به د چا لاس و.
نوموړی نن سهار محکمې ته د تګ پرمهال پر لاره د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې ووژل شو.
تر دې دمهد دواړو بریدونو مسوولیت کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.