تازه خبرونه
په یوه ورځ کې له ۳۰ زره څخه ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
د هرات اطلاعاتو او کلتور ریاست رییس احمدالله متقي تېره شپه په ایکس پاڼه کې د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې ولیکل، چې لسګونه نور موټرونه د اسلام کلا پولې ته روان دي.
د هرات سیمهییزو چارواکو اعلان کړی، چې د چارشنبې پر ورځ له ایران څخه له ۳۰ زره زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د هرات اطلاعاتو او کلتور ریاست رییس احمدالله متقي تېره شپه په ایکس پاڼه کې د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې ولیکل، چې لسګونه نور موټرونه د اسلام کلا پولې ته روان دي.
احمدالله متقي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت د کډوالو کمیټه اوسمهال په فعاله توګه ټولو کډوالو ته خدمت کوي او دوی ته یې اړین خواړه او څښاک چمتو کړي دي. همدارنګه، راستنېدونکي خپلو اصلي سیمو او ټاټوبو ته لېږدول کیږي.
د افغان کډوالو پراخه راستنېدا د ایران او اسرائیل ترمنځ د شخړې له پای ته رسېدو څخه یوه ورځ وروسته ترسره شول.
