تازه خبرونه
په ۱۴ ولایتونو کې د بارانونو او سیلابونو اټکل شوی
د دې ادارې د اټکل له مخې؛ د دې ولایتونو په بېلابېلو برخو کې به د باران کچه د ۱۵ او ۳۰ ملي مټرو ترمنځ وي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د پنجشنبې پر ورځ (د غبرګولي اتمه) په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، پنجشېر، پروان، بغلان، بامیان او میدان وردګ ولایتونو کې د درندو بارانونو او سېلابونو وړاندویېنه کړې ده.
د دې ادارې د اټکل له مخې؛ د دې ولایتونو په بېلابېلو برخو کې به د باران کچه د ۱۵ او ۳۰ ملي مټرو ترمنځ وي.
دې ادارې د سالنګ په ګډون په جنوبي، لویدیځو او مرکزي ولایتونو کې له ۵۰ څخه تر ۸۵ کیلومټره پر چتکتیا د بادونو وړاندویېنه هم کړې ده.
