تازه خبرونه

په ۲۰۲۵ کال کې آلمان ۸۳ مجرم افغانان بېرته خپل هېواد ته ولېږل

د آلمان بهرنیو وګړو د ثبت مرکز د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د نومبر تر پایه شاوخوا ۱۱ زره او ۸۸۸ افغان پناه‌غوښتونکي په دې هېواد کې ثبت شوي، چې وتلو ته اړ دي.

Published

on

آلماني چارواکو اعلان کړی؛ په ۲۰۲۵ کال کې ۸۳ هغه افغان پناه‌غوښتونکي، چې په جرمونو کې ښکېل ول خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.

بیلډ ورځپاڼې د یکشنبې پر ورځ (د مرغومي څوارلسمه) په خپل راپور کې لیکلي، چې په وروستۍ پېښه کې یو مجرم پناه‌غوښتونکی د جمعې پر ورځ افغانستان ته ولېږدول شو.

د آلمان بهرنیو وګړو د ثبت مرکز د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د نومبر تر پایه شاوخوا ۱۱ زره او ۸۸۸ افغان پناه‌غوښتونکي په دې هېواد کې ثبت شوي، چې وتلو ته اړ دي.

د جرمني کورنیو چارو وزیر الکسانډر ډوبرینټ دې ورځپاڼې ته ویلي: « د پناه‌غوښتونکو بېرته ستنول باید ممکن وي ان افغانستان ته. زمونږ ټولنه اړتیا لري؛ هغه پناه‌غوښتونکي، چې دلته جرم کوي باید زمونږ له هېواد څخه ووځي. مونږ دا کار عملي کوو.»

د راپور له مخې؛ وروستی بېرته لېږدول شوی پناه‌غوښتونکی د مخدره توکو د قاچاق پر تور تورن و او د بند یوه برخه یې هم په جرمني کې تېر کړې وه.

Trending

Exit mobile version