تازه خبرونه
پوتین دې له د توغندیو د آزمایلو پرځای د اوکراین جګړه ودروي
رویټرز خبري سرچینې نن دوشنبه (د لړم پېنځمه) څرګنده کړې؛ ټرمپ د روسيې د اټومي توغندیو آزمایښت نااړینه چاره ګڼلې او پوتين ته سپارښتنه کوي، چې د اوکراین د جګړې ختمېدا ته دې پام راواړوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتين دې له اټومي انرژۍ څخه د برخمنو توغندیو د آزمایلو پرځای په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي.
رویټرز خبري سرچینې نن دوشنبه (د لړم پېنځمه) څرګنده کړې؛ ټرمپ د روسيې د اټومي توغندیو آزمایښت نااړینه چاره ګڼلې او پوتين ته سپارښتنه کوي، چې د اوکراین د جګړې ختمېدا ته دې پام راواړوي.
ټرمپ ویلي؛ که روسیه د اوکراین جګړه پای ته ونهرسوي؛ نو ښايي له اقتصادي او امنیتي ګواښونو سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز والیري ګیراسیموف پوتین ته ویلي؛ له اټومي انرژۍ برخمن بوروستنیک کروز توغندی بریالی آزمویل شوی، چې نه یوازې هر دفاعي ډال ماتولی شي، بلکې ۱۴۰۰۰ کیلومټره(۸۷۰۰ میله) واټن یې وهلی او شاوخوا ۱۵ ساعته په هوا کې پاتې هم و.