تازه خبرونه
پوهنې وزارت افغان مهاجرو ته د زدهکړو د زمینې برابرولو ډاډ څرګند کړ
د وزارت په خبرپاڼه کې ټینګار شوی؛ د راستانه شویو کډوالو ماشومان به په ټولو رسمي ښوونځیو، دارالعلومو، مدرسو او نورو دولتي او خصوصي تعلیمي ادارو کې شامل او پرته له کوم خنډ یا ځنډ څخه خپلې زدهکړې روانې وساتي.
د پوهنې وزارت د افغان کډوالو ماشومانو ته، چې له ایران او نورو ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي؛ په تعلیمي ادارو کې د زدهکړو د زمینې برابرولو ډاډ څرګند کړی دی.
د وزارت په خبرپاڼه کې ټینګار شوی؛ د راستانه شویو کډوالو ماشومان به په ټولو رسمي ښوونځیو، دارالعلومو، مدرسو او نورو دولتي او خصوصي تعلیمي ادارو کې شامل او پرته له کوم خنډ یا ځنډ څخه خپلې زدهکړې روانې وساتي.
د نوي نسل راتلونکي ته پر ټینګار د پوهنې وزارت له والدینو، عالمانو، سیمهییزو چارواکو او خیریه موسسو څخه وغوښتل، چې د غوره تعلیمي اسانتیاوو د برابرولو لپاره له وزارت سره همکاري وکړي.
د پوهنې وزارت وايي؛ هڅه به وکړي، چې هیڅ افغان زدهکوونکی د زدهکړې له حق څخه محروم نشي.
دا اقدام په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري راستنېدو بهیر چټک شوی او زرګونه کورنۍ، ماشومان او تنکي ځوانان هېواد ته راستنیږي.