تازه خبرونه
پوپل: تر ټولو زیات فساد په ښاروالیو کې دی
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس وایي، په سیمه ییزو ادارو کې کمزورتیا د دې سبب شوې چې دښمن له دې تشې استفاده وکړي او د هېواد امن سیمې ناامنه کړي.
نوموړي د خپل سلو لومړیو کاري ورځو د پلان د وړاندې کولو پر مهال زیاته کړه چې تر ټولو زیات فساد په ښاروالیو کې دی او باید د ده په خبره دا بنسټونه انتخابي شي.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییسغلام جیلاني پوپل ټینګار کوي چې په سلو راتلونکو ورځو کې به ټول ولایتونه والیان ولري.
ښاغلي پوپل د سیمه ییزو ادارو په کمزورتیا نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا مساله د دې سبب شوې چې دښمن د هېواد امن سیمې هم ناامنه کړي.
نوموړی همدا راز د والیانو د ټاکلو په اړه وایی چې دوه ویشت والیان تر اوسه ټاکل شوي، د څلورو نورو والیانو د ټاکلو وړاندیز ولسمشرۍ ماڼۍ ته لیږل شوی دی او د اتو نورو والیانو په اړه هم خبرې روانې دي.
دی د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په کمې بودجې هم نیوکه کوي او ټینګار کوي چې په دې بودجې ښه سیمه ییز حکومت یواځې یو خیال دی.