تازه خبرونه
پیرسید احمد ګیلاني د سره رود ولسوالۍ په پلرنۍ ادیره کې خاورو ته وسپارل شو
نن دوشنبه(د سلواغې ۴ کال ۱۳۹۵ل) سهار مهال د افغانستان د سولې عالي شورا د رییس اوپخوانی جهادي مشر پیر سید احمد ګیلاني د جنازې مراسم په ارګ کې د استاد سیاف پر امامت تر سره او د ملي وحدت حکومت د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله پر ملتیا غرمه مهال د ننګرهار ولایت د سرهرود ولسوالۍ په پلرنۍ ادیره کې خاورو ته وسپارل شو.
په دې مراسمو کې، چې د ننګرهار والي او امنیه قومندانۍ په امنیتي او سیاسي ملاتړ د دغه ستر روحاني شخصیت د کورنۍ او خواخوږو لخوا جوړ شوي وه؛ د هېواد اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ارواښاد ډاډمن سیاسي شخصیت ونوماوه او د سولې په بهیر کې یې د نوموړي له هڅو ستاینه وکړه.
ولسمشر غني د ارواښاد د جنازې په مراسمو کې وویل، چې پیر صاحب د سولې او ثبات د تامین او نورو ملي مسایلو په اړه د مثبتو پرېکړو لرونکی سړی و. د ارواښاد لارښوونې او ګټور نظریات افغانانو ته ټاکونکی رول لري.
ولسمشر دا هم وویل، چې پیر صاحب له انجینر صاحب حکمیار سره د سولې او تفاهم په پرېکړه لیک کې دروند رول ولوباوه. مونږ به دا هوکړه له حزب سره پلې کوو.
سید حامد ګیلاني د پیر سید احمد ګیلاني مشر زوی په دې مراسمو کې راغلیو خلکو ته په خبرو کې وویل، چې پلار یې په تېرو څلور لسیزو کې د افغانستان په سیاست کې اغېزمن رول درلود او د هغه مړینه د دغه هېواد لپاره یوه لویه ضایعه ده.
جهادي مشر او د سولې عالي شوا رييس پير سيد احمد گيلاني د ۱۳۹۵ ل کال د سلواغې پر دوه یمه د شنبې پر ماسخوتن (۷:۴۵) د غازي امان الله خان په روغتون کې د مغزي سکتۍ پر لامل د ۸۴ کلونو په عمر ومړ.