تازه خبرونه
ځانمرګو بریدونو د ملي اردو ۷ سرتېري ووژل او ۱۷ یې ټپیان کړل
په کابل کې دوو پرلپسې ځانمرګو بریدونو د ملي اردو ۷ سرتېري ووژل او ۱۷ یې ټپیان کړل.
سهار وختي دوو چاودنو د کابل زیاتې برخې ولړزولې. دوو ځانمرګو بریدګرو د کابل په بیلو بېلو سیمو کې د ملي اردو سرتېري په نښه کړل.
یوه ځانمرګي بریدګر په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي سهار وختي د کابل په څلورمه کارته کې د ملي اردو د حملي بس موټر په نښه کړ، څو دقیقې وروسته یوه بل ځانمرګي د ملي اردو په کرولا موټر چاودنه وکړه.
دا بریدونه د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون له لاسلیک یوه ورځ وروسته وشول. په دغو بریدونو کې عادي وګړو ته هم زیان اوښتی دی.
وسله والو طالبانو د برید مسئولیت په غاړه اخیستی.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي دغه بریدونه کلک غندلي دي.
په دغو بریدونو کې درې ولسي وګړي هم ټپیان شوي دي. د افغانستان نوي ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي د لوړې له مراسمو وروسته په وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او سیاسي بهیر کې ور ګډ شي.