سیمه ییز خبرونه
ځانمرګي بريدونه د نړيوالو ځواكونو په ګټه دي
افغان ولسمشر وايي، هغه ځانمرګي بريدونه، چې وسله وال مخالفين يې بهرنيانو ته د ځواك د ښودلو په نامه كوي د نړيوالو ځواكونو په ګټه دي. ښاغلى كرزى وايي، طالبان له يوې خوا د ځانمرګو بريدونو په كولو سره وايي، بهرنيانو ته خپل ځواك ښيي، خو له بلې خوا د امتياز د ترلاسه كولو په موخه له دوى سره ليدنې كتنې كوي.
افغان ولسمشر حامد كرزي په كابل كې د ښځو د نړيوالې ورځې د لمانځلو په مراسمو كې په خپلو خبرو كې وويل:
په وروستيو ځانمرګو بريدونو كې ملكي وګړي ووژل شول او دا بريدونه د نړيوالو ځواكونو په زيان نه بلكې په ګټه دي.
د ښاغلي كرزي په وېنا نړيوال ځواكونه تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېكړې له مخې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه افغانستان ته راغلي، خو هر هېواد كه وغواړي له ۲۰۱۴ م كال وروسته په افغانستان كې حضور ولري بايد له افغان دولت سره هوكړه ليك لاسليك او د افغانانو له خوا د دوى د پاته كېدو اډاونه په پام كې ولري.
ولسمشر حامد كرزي د ۲۰۱۴ كال په اړه آوازې يوه فلم ته ورته وبللې او زیاته کړه، چې خلك به په دې كال كې له هېڅ ستونزې سره مخ نه شي.
د ولسمشر كرزي په اند افغانستان اوس له لړزانده پله تېرشوى او د پرمختګ په لوردرومي ، خو اوس هم د دې هېواد خلك له سختيو نه دي تېرشوي او د اوسنيو لاسته راوړنو لپاره ګرانه بېه ګالي.