تازه خبرونه
څه باندې۲۰ خپلواکو ریاستونو د پراختیایي بودجو له ۵۰ سلنې لږ برخه لګولې
د هغه نوملړ له مخې،چې د آریانا نیوز په واک کې ورکړ شوی؛ څه باندې شل خپلواکو ادارو د خپلو پراختیایي بودجو له پنځوس سلنې لږبرخه لګولې ده.
په دغه نوملړ کې د ولسمشرۍ ریاست دفتر۳۶ اعشاریه ۷۳سلنه، سترې محکمې۱۷ اعشاریه ۹۴سلنه، د نورم او ستندرد ادارې ۶ اعشاریه ۲۲ سلنه، د سیمه ییزوارګانونو ادارې ۲ اعشاریه ۱۴ سلنه، د ژوند د چاپېریال ساتنې ادارې۱۶ اعشاریه ۸۸سلنه، د علومو اکاډمۍ ۱۲اعشاریه ۶۶ سلنه، د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو ادارې ۳۸ا عشاریه ۶۹سلنه، د المپیک کمیتې۱۵ اعشاریه ۲۰ سلنه، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ۱۸ اعشاریه ۸۷ سلنه، د مرکزي احصائیې ادارې۳۱ اعشاریه ۵۵ سلنه، کابل ښاروالۍ ۳۶ اعشاریه ۶۷ سلنه، د بشر حقونو خپلواک کمیسیون۲۶ اعشاریه ۵۴ سلنه پراختیایي بودجې لګولې دي.
د افغانستان د نورم او ستندرد ادارې رییس نقیب الله فایق وایي؛ ځکه یې انکشافي بودجه لږ لګولې، چې بهرني شرکتونه علاقه نه لري په افغانستان کې تړون وکړي.
د هغه په وینا؛ دا، چې بهرني شرکتونه د امنیتي ستونزو پر لامل نه غواړي کار ته زړه ښه کړي؛ مونږ پورې اړه نه لري او زمونږ مسوولیت هم نه دی.
د یادونې وړ ده،. چېد علومو اکاډمۍ، د المپیک کمیتې، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې او کابل ښاروالۍ تر دې دمه پر اړوند برخې څه نه دي ویلي.
خبریال: یوسف یاسا