سیمه ییز خبرونه
څو پورې، چې مافيايي كړۍ فعالې وي، له فساد سره به مبارزه ناشونې وي
د اداري فساد پروړاندې د مبارزې اداره له افغان حكومت څخه د مافيايي بانډونو پرضد د مبارزې غوښتونكې شوه. په دې اداره كې چارواكي وايي، تر هغه پورې چې مافيايي بانډونه په حكومت كې د خپلې گټې په لټه كې وي د اداري فساد پرضد مبارزه به يو بېځاېه شعار وي.
له اداري فساد سره د مبارزې ادارې يو شمېر كارپوهان را بللي، څو د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په لار كې حل لارې پېدا كړي.
دا اقدام په داسې حال كې دى، چې د اداري فساد د ورځ تر بلې پراختيا پر وړاندې اندېښنې مخ په ډېرېدو دى.
له فساد سره د مبارزې په لار كې د سياسي ارادې نه شتون، ناامني، د مكافاتو او مجازاتو د قانون نه شتون، دولتي ادارو كې توكمپالنه او په بهرنيو بنسټونو كې فساد هغه موارد وو، چې كارپوهانو ورته گوته ونيوله.
بل لور د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رئيس عزيزالله لودين وايې:
څو پورې، چې مافيايي كړۍ فعالې وي، له فساد سره به مبارزه ناشونې وي.
په كور د ننه او بهر د دولتي جگپوړو چارواكو د شكمنو شتمنيو څېړل بل مورد دى، چې تل پرې بحث كېږي.
له اداري فساد سره د مبارزې رئيس زياته كړه، چې په افغانستان كې د فساد ستونزه اوس نړېواله شوې ده او بايد د خپلې تللې آبرو لپاره جدي هڅې وشي.
وړاندې لدې افغان ولسمشر حامد كرزي د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه كې د وېنا پر مهال ويلي وو، اداري فساد بهرنۍ تپل شوې پديده ده، چې موخه يې د نظام كمزوري كول دي.
هغه هيله ښودلې، چې د بهرنيانو په وتو سره به په افغانستان كې د فساد اصلي ريښې وچې شي.