تازه خبرونه
چینایي او هندي چارواکو د افغانستان په اړه وکتل
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیائونګ په نوي ډیلي کې د هند له یوه جګپوړي چارواکي سره وکتل او دواړو لوریو د افغانستان پر مسایلو خبرې وکړې.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي له ټاکل کېدو راوروسته هند ته خپل لومړنی سفر کړی او له دې مخکې یې د افغانستان پر وضعیت د خبرو لپاره پاکستان او ترکیې ته هم د دیپلوماتیک سفر درلود.
یو شیائونګ پر تویت کړی، چې د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان د څانګو له عمومي مدیر جي پي سنګهـ سره وکتل او په افغانستان کې یې د سولې او ثبات په اړه ورسره خبرې وکړې.
هغه څرګنده کړې: دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د تعاملي اړیکو باید وهڅول شي او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره مثبته کړنې ترسره شي.
ویل کیږي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو را وروسته په تېر یو کال کې د افغانستان په اړه دا د دواړو هېوادونو د لوړپوړیو چارواکو لومړنۍ خبرې دي.