تازه خبرونه
چین افغانستان ته ۶۶ زره دوزه واکسین مرسته وکړه
په دې مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو مرستیال عبدالولي حقاني د چین له پرلهپسې مرستې ستاینه وکړه او د وارداتو پرمهال د دې واکسینونو د کیفیت ډاډمن کولو لپاره یې د ګمرکونو د ښه مدیریت پر اړتیا ټینګار وکړ.
چین د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته د انفلونزا ۳۳ زره دوزه واکسین او د مننژیت ۳۳ زره دوزه واکسین مرسته کړې ده.
په دې مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو مرستیال عبدالولي حقاني د چین له پرلهپسې مرستې ستاینه وکړه او د وارداتو پرمهال د دې واکسینونو د کیفیت ډاډمن کولو لپاره یې د ګمرکونو د ښه مدیریت پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دې مراسمو کې د چین استازي د افغانستان د عامې روغتیا په سکټور کې د چین همکاریو ته نغوته( اشاره) وکړه او څرګندوي، چې دا مرسته به نه یوازې دوام وکړي، بلکې په راتلونکي کې به نورو سکټورونو ته هم وغځول شي.