تازه خبرونه
چین او سعودي عربستان په افغانستان کې د ثبات پر اړتیاوو ټینګار څرګند کړ
چین او سعودي عربستان په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان د ثبات لپاره له هغو هڅو څخه د ملاتړ پر اړتیاوو ټینګار کړی، چې دغه هېواد به د ترهګرو ډلو پر پټنځي نه بدليږي.
د جمعې پر ورځ ( د لیندۍ ۱۸) د دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې افغانستان، د چین او سعودي عربستان ترمنځ د خبرو یوه اړینه مسئله وه.
په خبرپاڼه کې راغلي: دواړو لوریو په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ترلاسه کولو لپاره د هڅو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ، چې افغانستان د ترهګرو ډلو پر پټنځي بدل نشي.
سعودي عربستان ته د چين د ولسمشر شي جينپينګ په سفر کې دواړو خواوو د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک کړی دی.
دغه راز د بېجينګ او رياض ترمنځ د ۳۰ میليارد دالرو پر ارزښت ۳۴ تړونونه لاسليک شول.
پر دې سربېره بېجينګ او رياض په افغانستان کې د بشري وضعيت د خرابېدو د مخنيوي او افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د نړيوالې ټولنې د بشري هڅو د پياوړتيا پر اړتیاوو هم ټينګار کړی دی.
