تازه خبرونه
چین ته له پاکستاني لوري سره د خبرو لپاره د اسلامي امارت د منځنۍ کچې د پلاوی سفر تائید شو
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د خبرو دا بهیر د چین په غوښتنه او له دغه هېواد سره د متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ مخته وړل کېږي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ( د وري دیارلسمه ) تائید کړې؛ د اسلامي امارت د منځنۍ کچې یو پلاوی د چین پر نوښت دغه هېواد ته رسېدلی، چې له پاکستاني لوري سره د خپل اصولي دریځ له مخې رسمي خبرې اترې ترسره کړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د خبرو دا بهیر د چین په غوښتنه او له دغه هېواد سره د متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ مخته وړل کېږي.
د بلخي د څرګندونو له مخې؛ افغان پلاوی په دې ناستو کې د متوازن او اصولي دریځ له مخې ګډون کوي او په پام کې لري، چې له مقابل لوري سره د ښه ګاونډیتوب، سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د امنیتي موضوعاتو پر ګټورتوب هراړخیزې او مسوولانه خبرې اترې تر سره کړي.
نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت باور لري، چې د متقابل درناوي، نه مداخلې او رغنده تفاهم پر بنسټ ډیپلوماټیک تعامل کولی شي د پاکستان او افغانستان ترمنځ شته موضوعاتو ته عملي او دوامدار حللارې ومومي او د سیمې د ثبات او همکارۍ لپاره زمینه برابره کړي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان د اړیکو پیاوړتیا او د ښځو ګډون مهم دی – د بریټانیا استازی
لیندسي په ایکسپاڼه کې دا لیدنه «ګټوره او ارزښتناکه» بللې او څرګندوي، چې دواړو خواوو د کابل او اسلامآباد د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ګامونو د پورته کولو پر ارزښت بحث کړی دی.
د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي ویلي، چې په دوحه کې له سهيل شاهين سره د لیدنې پر مهال مو د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښهکولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
لیندسي په ایکسپاڼه کې دا لیدنه «ګټوره او ارزښتناکه» بللې او څرګندوي، چې دواړو خواوو د کابل او اسلامآباد د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ګامونو د پورته کولو پر ارزښت بحث کړی دی.
دغه راز هغه په ټولنه کې د افغان ښځو او نجونو د ګډون او مشارکت پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې سیمهییزې او نړيوالې ډیپلوماټیکې هڅې د افغانستان په اړه روانې دي.
تازه خبرونه
د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي له امیرخان متقي او انس حقاني سره ولیدل
د چین بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، یو شیائویونګ د ۲۰۲۶ ز.کال د می له لسمې څخه تر شپاړلسمې افغانستان او قطر ته سفر کړی دی.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د افغانستان په چارو کې د دې هېواد ځانګړي استازي یوشیائویونګ افغانستان او قطر ته په خپل سیمهییز سفر کې له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.
د چین بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، یو شیائویونګ د ۲۰۲۶ ز.کال د می له لسمې څخه تر شپاړلسمې افغانستان او قطر ته سفر کړی دی.
د دې سفر پر مهال د چین ځانګړي استازي په کابل کې د افغانستان بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي او د اسلامي امارت له لوړپوړي سلاکار انس حقاني سره بېلابېلې لیدنې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د چین او افغانستان پر اړیکو، دوهاړخیزو همکاریو او یو شمېر سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
چین د ۲۰۲۱ ز.کال له بدلونونو وروسته له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې ساتلي او په وروستیو کلونو کې یې د اقتصادي همکاریو، سیمهییز اتصال او د افغانستان پر ثبات ټینګار کړی دی.
دغه راز بیجینګ د سوداګرۍ، بنسټیزو پروژو او سیمهییزو همکاریو په برخو کې له افغانستان سره پراخې خبرې کړې دي.
د چین بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې یو شیائویونګ د خپل سفر په لړ کې قطر ته هم تللی او هلته یې د قطر بهرنیو چارو وزارت د دولتي له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره لیدنه کړې او د ګډو ګټو پر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
افغانستان او چین د واخان دهلېز او راتلونکو پراختیایي پروژو پر همکاریو ټینګار وکړ
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د چین سفیر په دې لیدنه کې د بدخشان ولایت د واخان د خام سړک د کار له بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او وایي، چې چین په افغانستان کې لویې پراختیایي او بېخبنايي پروژې پر ښه کیفیت پلي کړي او په راتلونکي کې به هم دا همکارۍ له اسلامي امارت سره همغږه روانې وي.
د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د دې وزارت وزیر عبداللطیف منصور د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدلي او پر پراختیایي پروژو او بېخبنايي همکاریو یې خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د چین سفیر په دې لیدنه کې د بدخشان ولایت د واخان د خام سړک د کار له بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او وایي، چې چین په افغانستان کې لویې پراختیایي او بېخبنايي پروژې پر ښه کیفیت پلي کړي او په راتلونکي کې به هم دا همکارۍ له اسلامي امارت سره همغږه روانې وي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ژاو شینګ د څرګندونو له مخې زیاته کړې، چې چین له افغانستان سره پرلهپسې همکاریو ته ژمن دی.
دغه راز عبداللطیف منصور د چین له مرستو مننه کړې او وایي، چې افغانستان له خپلو ډېرو ګاونډ هېوادونو سره د ځمکې له لارې نښلول شوی؛ خو چین یوازنی هېواد و، چې له دې مخکې یې له افغانستان سره مستقیمه ځمکنۍ لار نهلرله.
هغه زیاته کړې، چې د واخان سړک له بشپړېدو سره اوس چین هم له افغانستان سره د ځمکې له لارې نښلول شوی او د دې لارې پاتې ودانیزې چارې چټکې روانې دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر همداراز ویلي، چې د افغانستان خلک د واخان سړک له نښلېدا ډېر خوشحاله دي او له چین یې غوښتنه کړې، چې د پراختیایي او بېخبنايي پروژو په ځانګړي توګه په محرومو سیمو کې نورې همکارۍ هم وکړي.
ویل کیږي، چې د دې لیدنې په پای کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار کړی.
-
نړۍ2 days agoد اسرائیل بیتشمش ته نږدې ستره چاودنه؛ تومر دفاعي شرکت: پېښه له مخکې پلان شوې آزموینه وه
-
سوداگري1 day agoپه مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د شولو د پروسس کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې
-
نړۍ2 days agoله چین څخه د لویو لاسته راوړنو پرته د ټرمپ راستنېدا؛ د واشنګټن او بېجینګ سیالي روانه ده
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoباکو د نړۍ د ښار جوړونې د سترې غونډې کوربه شو
-
تازه خبرونه1 day agoافغانستان او چین د واخان دهلېز او راتلونکو پراختیایي پروژو پر همکاریو ټینګار وکړ
-
څار3 days agoڅار: افغانستان ته د پاکستاني پلاوي احتمالي سفر
-
تحول3 days agoتحول: له ایران سره د جګړې د بیا پیل روان ګواښونه
-
سوداگري2 days agoچینايي او ازبکستاني پانګهوالو د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده
