تازه خبرونه
چین دې په نړیوال ډګر کې د افغانستان له دریځ ملاتړ روان وساتي – رییسالوزراء
نن(چارشنبه د زمري ننهویشتمه) د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ ملا محمد حسن ویلي، چې چین نه یوازې د افغانستان په پرمختګ کې همکاري کړې، بلکې د نورو هېوادونو په پرمختګ کې یې هم همکاري کړې او تل یې مثبت رول لوبولی دی.
د افغانستان رییس الوزراء ملا محمد حسن آخونرد چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ یی سره په لیدنه کې غوښتي، چې په نړیوال ډګر کې دې د افغانستان له برحق دریځ څخه د ملاتړ لپاره خپلې هڅې او همکارۍ روانې وساتي.
نن(چارشنبه د زمري ننهویشتمه) د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ ملا محمد حسن آخوند ویلي، چې چین نه یوازې د افغانستان په پرمختګ کې همکاري کړې، بلکې د نورو هېوادونو په پرمختګ کې یې هم همکاري کړې او تل یې مثبت رول لوبولی دی.
ملا محمد حسن اخوندټینګار کړی، چې چین او افغانستان “ښه او اوږدمهاله ملګري” دي.
نوموړي په نړیوالو غونډو کې د افغانستان په اړه د چین له مثبت دریځ، ملاتړ او همکارۍ ستاینه وکړه.
د چین او افغانستان ترمنځ تاریخي اړیکو ته په نغوته کې وانګ یی دواړه هېوادونه “ښه ملګري” هم وګڼل او څرګندوي؛ چین د افغانستان خپلواکۍ او د افغانانو د غوراوي درناوی کوي او باور لري، چې دوی سمه لاره غوره کړې ده.
هغه په دې غونډه کې وویل: “زه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو د بهرنیو چارو وزیرانو په منځ کې لومړنی کس یم، چې دوه ځله مې افغانستان ته سفر کړی او دا مو له افغانستان سره ملګرتیا او اخلاص ښیي. مونږ یو ګډ راتلونکی لرو او مونږ غواړو، چې آسیایي هېوادونه، په ځانګړي توګه افغانستان د عصري کولو او پرمختګ پر لور پراخ ګامونه پورته کړي.”