نړۍ
چین له ایران سره پر سوداګرۍ د ټرمپ د تعرفې ګواښ ته غبرګون څرګند کړ
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند مائو نینګ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي؛ چین تل د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې مخالف و او د ټولو ملتونو د ملي حاکمیت او امنیت ملاتړ کوي؛ هغه څه، چې باید د نړیوالو قوانینو له مخې په بشپړ ډول خوندي وساتل شي.
د چین بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دې هېواد د هغو هېوادونو پر وړاندې، چې له ایران سره سوداګریزې اړیکې لري د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تعرفې له ګواښ سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند مائو نینګ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي؛ چین تل د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې مخالف و او د ټولو ملتونو د ملي حاکمیت او امنیت ملاتړ کوي؛ هغه څه، چې باید د نړیوالو قوانینو له مخې په بشپړ ډول خوندي وساتل شي.
د امریکا ولسمشر په دې وروستیو کې ویلي: هر هغه هېواد، چې له ایران سره سوداګري کوي له ۲۵ سلنې تعرفې سره به مخ شي.
شنونکو خبرداری ورکړی، چې د دې تعرفو لګول ممکن د سوداګرۍ پر کمولو سربېره د امریکا او نورو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ډیپلوماټیک کړکیچونه رامنځته کړي.
دا اقدام د ایران او د هغه د سوداګریزو شریکانو پر وړاندې د امریکا د اقتصادي فشار د پالیسۍ یوه برخه ده او کولی شي د امریکا او ایران د شریکو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې اغیزمنې کړي.