تازه خبرونه
چین په اقتصادي، سوداګریزو او بشري مرستو کې د همکاریو ژمنه وکړه
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر ژاوشینګ، د افغانستان پکتيکا، هرات او نورو زیانمنو شویو سیمو ته د مرستو یادونه وکړه او په بشري مرستو کې یې د خپل هېواد ژمنتیا تازه کړه.
له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې چارسمبالي نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر ژاوشینګ او مل پلاوي سره ولیدل او د زیانمنو افغانانو لپاره یې د بشري مرستو په اړه د همکاریو ژمنه وکړه.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر ژاوشینګ، د افغانستان پکتيکا، هرات او نورو زیانمنو شویو سیمو ته د مرستو یادونه وکړه او په بشري مرستو کې یې د خپل هېواد ژمنتیا تازه کړه.
نورالدین ترابي د چین ولسي جمهوریت له مرستو د مننې تر څنګ ویلي؛ افغانستان او چین ملګري هېوادونه دي او چین د هغو لومړنیو هېوادونو څخه دی، چې د سوداګریزو برخو ترڅنګ یې له اسلامي امارت سره بشري مرستې هم روانې ساتلې دي.
نورالدین ترابي وایي، چې زمونږ فعالیتونه تر ډېره بېوسو او زیانمنو خلکو ته ځانګړي شوي دي.
له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې سرپرست د چین هېواد د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د یادونې تر څنګ په تخنیکي، ټرانسپورټي او نورو اړینو برخو کې هم له همکاریو مننه وکړه.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو په ټولو برخو کې په ځانګړي توګه د پېښو مدیریت په اړه د نورو ډېرو همکاریو او همغږۍ په اړه ژمنه وکړه.
