سیمه ییز خبرونه

چین په افغانستان کې د طبیعی پېښو له زیانمنو سره مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د دولت وزارت وایي؛ چین  په افغانستان کې د  طبیعی پېښو له  زیانمنو سره مرسته وکړه، چې یوه برخه به یې په بدخشان کې د واورې له کبله زیانمنو شویو خلکو ته واستول شي.

دې وزارت په ډاګه کړې؛ په دې مرسته کې څلور زره کمبلی، ۲۶۰۰ خیمې، ۳۰۰۰ ژمني جمپرونه او ۳۰۰ تختې فرشونه شامل دي، چې د ټولو مرستو اندازه دوه میلیون دالرو ته رسېږي.

د راپورونو له مخې؛ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د واورې د ښوئیدو او سړې هوا له کبله د ۲۰۰ په شاوخوا کې کسان مړه شوي، په زرګونه څاروي له منځه تللي او د یو شمېر خلکو کورونه  ړنګ شوي دي.

Trending

Exit mobile version