روغتيا
ډېري بنسټونه يوازې په ښارونو كې فعاليت كوي
په هرات ولايت كې يوې څلوارلس كلنې نجلۍ، چې په جبري توگه واده شوې وه د كورني تاورتريخوالي پر لامل په ځان سوزونه لاس پورې كړ.
نوموړې په داسې حال كې، چې له خپل كار څخه پښېمانه ده؛ خو بياهم ټينگاركوي:
كه ژوندى پاتي شي؛ نو غواړي له خپل ميړه طلاق واخلي.
په هرات كې روغتايي چارواكي وايي، چې:
په تېرو پېنځه مياشتو كې ۴۷ د ځان سوزونې پېښې ثبت شوي، چې درې تنه يې نرينه دي.
د هېواد په لويديځ كې د ښځو او په دې ورستيو كې د نرينو له خوا ځان سوزونه په يوه جدي اندېښنه بدله شوې ده.
هركال د هغو ځان سوزونكيو له لامله، چې د كورنيو تاو تريخوالي، فقر، بيكارۍ ، په نشه يې توكو د روږدي كيدو، له وخته وړاندې او جبري ودونو له لامله په ځان سوزونه لاس پورې كوي، شاوخوا پنځوس ښځې او نجونې ترې خپل ژوند له لاسه وركوي .
د آريانا راډيو- ټلويزون خبريال څرگنده كړې، چې فتانه، چې په ورته كاريې لاس پورې كړې وايي، چې:
د دولس كالونو په عمريې د كورنۍ په غوښتنه واده ته غاړه ايښې وه او له واده وروسته د ورځيني كورني تاوتريخوالي له لامله يې په ځان سوزونه لاس پورې كړى دى.
دغه ميرمن، چې له خپل كار پېښمانه ده وايي:
بيا هم ټينگاركوي، چې كه ژوندۍ پاته شي؛ نو له خپل ميړه به جدا شي؛ خو د دغې ميرمنې خپلوان په دغه باب له څه ويلو ډډه كوي.
په هرات كې د سوزيدليو نارغانو د روغتون چارواكي وايي، چې:
د هېواد په لويديځ كې هر كال سل ښځې او څو نرينه ځان سوزونه كوي، چې:
له دې كسانو څخه يې شپېته په سلو كې ژوند له لاسه وركوي.
د دغه روغتون مسوول ډاكټر عارف جلالي وايي، چې:
ياده ستونزه يوه ټولنيزه جدي ستونزه ده، چې تراوسه يې د مخنوي لپاره څه نه دي شوي.
د هېواد په لويديځ كې د ښځو له حقونو د ملاتړ بنسټونه د ښځو پر وړاندې هرډول تاوتريخوالى په كلكه غندي، خو د هرات سيمه ييز چارواكي بيا وايي، چې:
ډېري بنسټونه د ښځو د حقوقو نه د ملاتړ په نوم له بهر څخه پيسې ترلاسه كوي، خو يوازې په ښارونو كې فعاليت كوي .
د هېواد د لويديځو سيمو اوسيدونكي بيكاري ، بې سوادي ، فقر ، په نشه يې توكو روږدي كيدل او كورنى تاوتريخوالى د ځان سوزونې اصلي لامل بولي.
دوى په دولت تور لگوي، چې په دې برخه كې يې چوپتيا غوره گڼلې ده .