سوداگري

ډېر ژر به افغانستان په کور دننه له کافي تولیدي برښنا برخمن شي- ملا برادر 

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۱, ۱۴۰۲)

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د صنعت اوونۍ د نمانځلو په مناسبت د کابل نړیوال نندارتون پرانیستې پر مهال د صنعت او تولید لپاره د برښنا پر اړتیا د ټینګار تر څنګ ویلي؛ ټولو هېوادوالو او په ځانګړي توګه صنعتکارانو ته زېری ورکوم، چې ژر به په کور دننه د تولید شوې کافي برښنا څښتنان واوسو.

دغه راز نوموړي ویلي، صنعت او تولید د هېواد په اقتصادي وده کې د ملا د تیر حیثیت لري؛ یو هېواد هغه وخت پرمختګ کولی شي، چې قوي صنعت ولري او له دې اړخه نه یوازې پخپل ځان بسیا واوسي، بلکې نورې نړۍ ته هم خپل تولیدات صادر کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ له بده مرغه اوږدو جګړو او د واکمننو عدم ژمنتیا او نه ارادې افغانستان دې ته نه‌دی پرېښی، چې له اقتصادي اړخه چټک مزل وکړي؛ خو اوس د اسلامي امارت له راتګ سره د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اساسي ګامونه اخیستل شوي دي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دغو مراسمو په ډاګه کړې: هغه څوک، چې په صنعت کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت ته د خپلو تولیداتو د کمیت او کیفیت تضمین ورکړي؛ اسلامي امارت به له بهر څخه د هغو شیانو د تورید د مخنیوي او کورني صنعت ته د بازارموندنې لپاره د پر‌ځانبسیاینې په اندازه تعرفه لوړه کړي.

 ملا عبدالغني برادر آخوند له بهر میشتو افغان پانګوالو وغوښتل، چې خپل هېواد ته راستانه شي؛ دلته پانګونه وکړي او د هېواد د اقتصاد او صنعت په رغونه کې رغنده او هڅانده ونډه واخلي.

هغه وایي: اسلامي امارت د ټولو صنعتکارانو تر څنګ ولاړ دی او هر ډول ملاتړ یې خپل مسوولیت ګڼي.

د دغو مراسمو په پای کې ملا برادر له ټولو هغو صنعتکارو وروڼو او خویندو څخه مننه وکړه، چې د هېواد د اقتصادي ودې او صنعت د پرمختګ لپاره یې پانګونه او تولید کړې دی.

د کابل نړیوال نندارتون کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازارموندنې، د ملي پانګوالو د ملاتړ، د سوداګرو ترمنځ د اړیکو برابرولو او هېوادوالو ته د کورنیو محصولاتو او تولیداتو د ورپېژندلو په موخه جوړ شوی، چې ټولټال په کې ۵۵۰ تولیدي فابریکو په ۵۵ بېلابېلو برخو کې خپل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

د یادونې ده، چې دا نندارتون به د غوایی له ۲۱ تر ۲۵ د هېوادوالو لپاره خلاص وي.

Trending

Exit mobile version