تازه خبرونه
ډېر ژر به په کابل کې د کډوالو په اړه درې اړخیزه غونډه جوه شي – عرفاتجمال
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د عرفات جمال د څرګندونو له مخې ویلي، چې ملګرو ملتونو له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د اړینو مالي سرچینو د جلبولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ استازي عرفات جمال په کابل کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له چارسمبالي مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د کډوالو په اړه پر درې اړخیزې ناستي خبري کړې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د عرفات جمال د څرګندونو له مخې ویلي، چې ملګرو ملتونو له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د اړینو مالي سرچینو د جلبولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.
عرفات جمال زیاته کړې، چې ایراني چارواکو د افغان کډوالو په اړه د درې اړخیزې تخنیکي ناستې د جوړولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او دا ناسته به ډېر ژر په کابل کې ترسره شي.
دا درې اړخیزه ناسته به د افغانستان، ایران او د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د عالي کمیشنرۍ د استازو ترمنځ جوړه شي.
هغه وایي؛ په دې تخنیکي ناسته کې به د ایران میشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه بحث وشي او د مثبتو پایلو هیله یې ښودلې ده.
دغه راز عرفات جمال اعلان کړی، چې په قطر کې به د مالي سرچینو د خوندي کولو لپاره د افغانستان او نړیوالو مرستندویه بنسټونو په شتون کې یوه څو اړخیزه ناسته ډېر ژر جوړه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو چارو وزارت چارسمبالي هم د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل لپاره دا درې اړخیزه غونډه مهمه بللې او څرګندوي، چې اسلامي امارت مخکې له مخکې د دې غونډې د ترسره کولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.