سیمه ییز خبرونه

ښِځې له هغو حقونو هم بې برخې دي، چې اسلام وركړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په هلمند كې قومي مشرانو د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پر ضد د مبارزې ډاډ څرگند كړ.

په هلمند كې يو شمېر قومي مشران وايي، چې:

دا مهال د هلمند په ليرې پرتو سيمو كې ډېرى ښځې له خپلو حقونو بې برخې دي؛ خو د ښځو د حقونو په خوندي كولو كې به له اړوند ادارو سره مرسته وكړو.

په هلمند كې د يو شمېر قومونو استازي وايي، چې:

دا مهال هم د هلمند په ليرې پرتو سيمو كې د كوچنيو نجونو ودول، وهل- ډبول، په بدو كې وركول او زده كړو ته نه پريښودل هغه ننگونې دي، چې د ښځو په وړاندې پرتې دي.

د دوى په وينا:

د دغو چارو شتون ډېرې ښځې په اروايي ناروغيو اخته كړي، چې ورسره يې درملنه هم ناشونې شوې ده. زموږ د ټولنې نيمايي برخه ښځې جوړوي؛ نو بايد دوى له خپلو حقونو بې برخې نه كړو.

په همدې حال كې د هلمند د قومونو قبايلو او سرحدونو چارو رييس محمد قاسم نورزى د هلمند له اوسيدونكيوغواړي، چې:

هڅه كوو د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي او ناوړه دودونو په مخنيوي كې خپل اسلامي مسووليت ادا او په دې برخه كې د عامه پوهاوي له لارې خپل غږ كليوالو سيمو ته ورسوو.

دا په داسې حال كې ده، چې په دې ولايت كې د ښځو چارو رياست مسوولين وايي، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په برخه كې يې يو شمېر د عامه پوهاوي حقوقي پروگرامونه په لاره اچولي، چې د پخوا په پرتله د تاوتريخوالي كچه راټيټه شوې ده.

Trending

Exit mobile version