تازه خبرونه

کابل او دوشنبې پر سرحدي او امنیتي همکاریو هوکړه وکړه

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین سره په خبرو کې ویلي، چې په دې وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو یو باوري چاپېریال رامنځته شوی؛ خو ځینو کړیو هڅه کړې، چې دا بهیر وننګوي.

Published

on

د افغانستان او تاجکستان بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کې د سرحدي اړیکو پر ساتلو، امنیتي همکاریو پراخولو او د دواړو هېوادونو د ګډو کمیټو ترمنځ تخنیکي ناستو هوکړه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین سره په خبرو کې ویلي، چې په دې وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو یو باوري چاپېریال رامنځته شوی؛ خو ځینو کړیو هڅه کړې، چې دا بهیر وننګوي.

امیر متقي ټینګار کړی؛ اسلامي امارت چمتو دی، چې د سرحدي امنیت د ډاډمنولو او ګډو پلټنو ترسره کولو لپاره له تاجکستان سره همکاري وکړي. هغه یو ځل بیا د تاجکستان په خاوره کې د چینایي وګړیو وژنه وغندله.

دغه راز سراج الدین مهرالدین څرګنده کړې، چې تاجکستان د افغانستان له حکومت سره مثبت تعامل غواړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي همغږۍ او ګډې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره له هڅو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څه وخت راپدېخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي تګ راتګ، سیمه‌يیز امنیت او اقتصادي اړیکې ډېرې اړنې شوې دي.

Trending

Exit mobile version