تازه خبرونه

کابل به د تاپي پروژې د یوویشتمې ناستې کوربه وي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

کابل به د تاپي پروژې د یوویشتمې ناستې کوربه وياو په دغې ناسته کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د تیلو وزیران ګډون کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وایي، د دغې پروژې لومړني کارونه روان دي او تر دوه زره اتلسم کال پورې به بشپړه شي.

د ښاغلي مستغني وایي، د تاپي پروژې کارونه پیلېدونکي دي.

په دغه اقتصادي پروګرام کې به افغانستان د دیرشو کلونو لپاره د ګازو خاوند شي، په دوه زره پنځم کال کې په پروژو کې شاملو هېوادونو پر دې سلا کړې وه.

د اټکلونو له مخې، له ترکمنستان څخه تر هند پورې د ګازو اولس سوه کیلو متره نل لیکه غځول کیږي چې اولس سوه پنځه دیرش کیلومتره یې د افغانستان له لویدیځو او سویلي ولایتونو تیریږي.

په دغې نل لیکه کې هر کال درې دیرش میلیارد متر مکعب ګاز هند او پاکستان ته لیږدل کیږي او هره ورځ څوارلس سوه متر مکعبه ګاز هېواد ته واردیږي.

د ښاغلي مستغني په خبره؛ د روسیې روستیک او د چین پایپ لین له هغو شرکتونو دي چې دغه پروګرام ته لیوالتیا لري؛ خو ترکمنستان په همدې اړه له فرانسوي توتال شرکت سره خبرې کړي دي

 

دغه اقتصادي پروګرام تر درې کلونو اجرا کیږي؛ خو پوښتنه دا ده چې افغانستان به هره ورځ د څلور سوه مترمکعب ګازو د جذب وړتیا ولري.

خبریال:وحید نویسا

Trending

Exit mobile version