تازه خبرونه

کابل ته په سفر کې به ازبک چارواکي د څلور لویو برښنا پروژو تړونونه لاسلیک کړي

دې پلاوي په خپلو لومړنیو رسمي غونډو کې د اماراتو شرکتونو له عمومي رییس احمد جان بلال او د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر سره ولیدل او د افغانستان د فتحې د څلورمې کلیزې مبارکي یې ورکړه.

Published

on

نن (یکشنبه د زمري شپږویشتمه) د ازبکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزامخمدوف او د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړی استازی عصمت الله ارګاشیف د یو رسمي پلاوي پر مشرۍ کابل ته راورسېدل.

دې پلاوي په خپلو لومړنیو رسمي غونډو کې د اماراتو شرکتونو له عمومي رییس احمد جان بلال او د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر سره ولیدل او د افغانستان د فتحې د څلورمې کلیزې مبارکي یې ورکړه.

د افغانستان برښنا شرکت د معلوماتو له مخې؛ ټاکل شوې، چې په راتلونکو څو شېبو کې د دې شرکت د مشرتابه او د ازبکستان د استازو ترمنځ د څلورو لویو برښنایي پروژو قراردادونه لاسلیک شي.

دا پروژې په افغانستان کې د برښنایي شبکې د ودې او پراختیا پر لوري یو اړین ګام بلل شوی دی.

افغان او ازبک چارواکو هیله ښیي، چې دا همکاري به د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د انرژۍ په سکټور کې د دوه اړخیزې همکارۍ د زیاتوالي لپاره لار اواره کړي.

 

Trending

Exit mobile version