تازه خبرونه
کابل زلمي لوبډلې د کابل غوره لیګ د درېیم پړاو اتلولي خپله کړه
په پایلوبه کې کابل نایټ رایډرز پچه وګاټه او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د امیر حاجي زاده کابل غوره لیګ د درېیم پړاو په پایلوبه کې کابل زلمي لوبډلې کابل نایټ رایډرز ته د څلور ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او د لیګ درېیم پړاو اتلولي یې خپله کړه.
په کابل کې ایوبي لوبغالي، د امیر حاجي زاده کابل غوره لیګ د درېیم پړاو کوربتوب وکړ.
په پایلوبه کې کابل نایټ رایډرز پچه وګاټه او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
کابل نایټ رایډرز په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو پر له لاسه ورکولو د کابل زلمي لپاره د ۲۱۵ منډو هدف وټاکه.
کابل زلمي دا هدف په ۱۸.۴ اورونو کې د ۶ لوبغاړو پر له لاسه ورکولو ترلاسه او د دغه پړاو اتلولي یې وګټله.
د کابل غوره لیګ د درېیم پړاو په جوړښت کې شپږ پیاوړې لوبډلې ولوبېدې، چې د درېیم پړاو اتلولي لپاره يې سیالي تر سره کړه.
آریانا راډیو ټلویزیون په ټول افغانستان کې د دې لوبو د خپرولو لپاره خپلو کرکټ مینهوالو ته د کابل له ایوبي لوبغالي سره تړون لاسلیک کړی و.
د دې تړون له مخې؛ د آریانا راډیو ټلویزیون د دې لیګ درې فصلونه تولید او په خپلو ټلویزیوني سکرینونو او ډیجیټل پاڼو کې یې خپاره کړل.
د کابل کرکټ غوره لیګ په درېیم پړاو کې هغه لوبډلې، چې سږ کال یې لوبې وکړې لاندې لوبډلې دي:
آباسین ډیفندرز
کابل زلمي
د بند امیر سټارز
کابل نایټ رایډرز
سپین غر واریرز
پامیر سټارز
د یادونې ده، چې د کابل کرکټ غوره لیګ په لومړي پړاو کې شاهین هنټرز لوبډلې وکولی شول، چې د اتلولۍ نوم وګټي او د سیالۍ په دوهیم پړاو کې د کابل زلمي لوبډلې پخپلو هڅو اتلولي خپله کړه.