سیمه ییز خبرونه

کانادا دې له هنده خپل ۴۱ دیپلوماتان وباسي – هند

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۱, ۱۴۰۲)

فایننشل تایمز د سې شنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې هند کانادا ته ویلي؛ دوی باید تر راتلونکې سې شنبې ( د اکتوبر ۱۰ ) پورې ۴۱ دیپلوماتان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

د هند او کانادا ترمنځ اړیکي د کانادا د شک له کبله هغه مهال سختې ترینګلې شوې، چې د هند حکومت په جون میاشت کې د سکهـ بېلتون غوښتونکي مشر او کانادایي وګړي هردیپ سینګهـ نجار په وژنه کې رول درلود، چې هند ترهګر بللی و.

هند دغه تورونه بې بنسټه بللي او رد کړي دي.

فایننشل تایمز د هغو کسانو په حواله، چې د هند له غوښتنې سره اشنا دي، ویلي؛ هند به د هغو دیپلوماتانو دیپلوماتیک مصونیت لغوه کړي، چې د اکتوبر له لسمې وروسته پاتې دي.

دې ورځپاڼې زیاته کړې؛ کانادا په هند کې ۶۲ دیپلوماتان لري او هند ویلي، چې دا شمېر باید باید ۴۱ ته راکم شي.

رویترز راپور ورکړی، چې د هند او کانادا د بهرنیو چارو وزارتونو سمدلاسه په دې اړه اړوند غوښتنو ته ځواب نه‌دی ورکړی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرهمانیام جایشانکار له دې مخکې ویلي وه، چې په کانادا کې د هندي دیپلوماتانو پر وړاندې د “تاوتریخوالی او  ډار چاپېریال رامنځته شوی، چې د سکهـ بېلتون غوښتونکیو ډلو شتون نوی دیلي ناهیلی کړی دی.

Trending

Exit mobile version