تازه خبرونه
کرزی: افغانان به هېڅ کله هم د ډيورنډ کرښه په رسميت ونه پېژني
پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي چې پاکستان نه شي کولي د خپلو دښمنانه کړنو له لارې په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسېږي. د هغه په باور افغانان هېڅ کله هم تیار نه دي چې د ډيورنډ کرښه په رسمیت وپېژني.
د ښاغلي کرزي په وینا افغانستان له پاکستان سره هېڅ ډول ستونزه نه لري خو په وینا يې، دا پاکستان دی چې د افغانستان د سولې او ثبات مخه نیسي.
په کابل کې د افغان تحقیقاتي مرکز له خوا د ډيورنډ کرښې په هکله په جوړه شوې مشورتي غونډه کې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا پاکستان ته ګوته ونیوه چې په وینا یې له افغانستان سره دښمنانه چلند کوي.
نوموړي زیاته کړه پاکستان هڅه کوي په افغانستان داسې فشارونه زیات کړي چې په ترڅ کې یې افغانستان د ډيورنډ کرښه په رسمیت وپېژني.
د ښاغلي کرزي په وینا په افغانستان کې د اورپکو له خوا د ملکي وګړو په وژنه کې پاکستان هم ښکېل دی. ده زیاته کړه چې پاکستان له بېلا بېلو لارو هڅې کوې چې په افغانستان کې خپلو هدفونو ته ورسېږي.
تر دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم هغه وخت د پاکستان په وړاندې جدي دریځ خپل کړ چې په کابل کې په پرلپسې توګه څو خونړۍ چاودنې وشوې. ولسمشر اشرف غني پاکستان تورن کړ چې د حقاني شبکې په ګډون یې هغه ډلې په څنګ کې نیولې چې په افغانستان کې ترهګریز بریدونه کوي.
تازه خبرونه
په کابل کې د نجونو کافي خونه او کتابتون پرانستل شو
د نجونو یوې څلورکسیزې ډلې د چارشنبې پر ورځ د غبرګولي نهمه په کابل کې د نجونو او ښځو د مطالعې لپاره یوه کافي خونه او کتابتون جوړ کړی او له ښځو او نجونو غواړي، چې ګټه ترې پورته او خپله پوهنیزه کچه لوړه کړي.
د هغو ښځو لپاره، چې په دې مراسمو کې یې برخه اخیستې وه؛ دا یو ښه نوښت و، په ځانګړي توګه د هغو لپاره، چې د ښوونځي او پوهنتون زدهکړې یې ځنډېدلي دي.
له څه نا څه درې کلونو راپدیخوا په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو او ښځو د ښوونځيو او پوهنتونونو زدهکړې ځنډېدلي او له ورتګه بې برخې پاتې دي.
د نجونو دې څلورکسیزې ډلې؛ نجونو او میرمنو ته نه یوازې د زدهکړې لپاره کتابتون او قهوه خونه جوړ کړې، بلکې غواړي هغو میرمنو او نجونو ته، چې د علم او پوهې د ترلاسه کولو په لټه کې دي هم د لوست زمینه برابره کړي.
د کافي خونې مسووله زهرا وایي: هغه نجونې او میرمنې، چې دلته د لوست او مطالعې لپاره راځي؛ یو شمېر نورې نجونې ورته کافي له خواږو توکو سره برابروي، چې ذهنې ستړیا یې راکمه شي.
داسې انګیرل کیږي، چې د ښځو او نجونو د ښوونیزو محدودیتونو له کبله د داسې چاپېریال رامنځته کول یوه اړتیا ګڼل کیږي.
په ټولیزه توګه غوښتنه دا ده، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو پر مخ پرانیستل شي.
تازه خبرونه
د اروپايي ټولنې او قطر استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسون او د قطر بهرنیو چارو وزارت سفیر او ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب د افغانستان پر روان وضعیت بحث او خبرې وکړې.
د هغې خبرپاڼې له مخې، چې تېره ورځ د غبرګولي نهمه ناوخته د قطر بهرنيو چارو وزارت په ایکس پاڼه کې خپره کړې؛ راغلي، چې دغه ليدنه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوې او دواړو چارواکو په کې د افغانستان پر روانو حالاتو او سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د ګډو نړیوالو هڅو په اړه خبرې وکړې.
دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوې، چې قطر به په نږدې یوه میاشت کې د افغانستان په اړه د درېیمې غونډې کوربه وي.
په دې غونډه کې د افغانستان د چارسمبالي حکومت استازي هم بلل شوي دي.
د افغانستان د چارسمبالي حکومت استازو د دوحې په دوهیمه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره د مخالفت له کبله ګډون ونکړ؛ خو په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د اندونو پر وړاندې کولو غور روان دی.
تازه خبرونه
د زدهکوونکیو د خوراکي خوندیتوب لپاره ۱۰ میلیون یورو مرسته کیږي – اروپايي ټولنه
د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) څرګنده کړې، چې اروپايي ټولنه به د افغان زدهکوونکیو د خوړو د خونديتوب پياوړتيا لپاره له دې پروګرام سره ۱۰ ميليون يورو ځانګړې کړي.
د خوړو نړيوال پروګرام د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي نهمه) په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دغه مرسته د فراه، غور، جوزجان، ننګرهار، نورستان، پکتيکا، روزګان او زابل ولايتونو له ۱۰ زره څخه زيات د ښوونځيو زدهکوونکي تر پوښښ لاندې راولي.
دغې ادارې زیاته کړې، چې د اروپايي ټولنې د اضافي مالي مرستو په لړ کې به د لس زره ښوونځیو پر زدهکوونکیو غني خوراکي بسکیټ یا ځواکمن تولید شوي غذايي خوراکونه ووېشل شي.
د یادې خبرپاڼې له مخې؛ د څلورم او شپږم ټولګیو نجونو زدهکوونکیو ته به هم د نباتي غوړیو او نغدو پیسو مرسته ورکړ شي.
په افغانستان کې د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام مشرې هسیائو ویلی وايي؛ دې بنسټ څه باندې دوه لسیزې وړاندې د ښوونځیو د تغذیې پروګرام پیل کړ، چې د خوړو خوندیتوب او ښه تغذیه له پوهنې سره ونښلول شي.
د نوموړې د څرګندونو پر بنسټ، د خوړو نړيوال پروګرام تېر کال په ښوونځيو کې له یو اعشاریه پېنځه ميليون ماشومانو سره مرسته کړې او اروپايي ټولنه د دې مرستې مهم ونډوال شمېرل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي ټولنې له دې مخکې هم د افغانستان د ښوونځیو د ښوونیز چاپېریال په ښه کولو کې مرسته کړې ده.
-
تازه خبرونه4 days ago
آریانا نړیوال ټلویزیون “د ویډیو په ثبتولو کې د مرستې غوښتنې” یو نوی پروګرام پیل کړ
-
لوبی5 days ago
د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام سیالیو ټولې لوبډلې په ډاګه شوې
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
نواز شریف یو ځل بیا د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند مشري پر غاړه واخیسته
-
نړۍ3 days ago
په رفح کې پر اسرائيلي بريدونو لسګونه فلسطينيانو ووژل شول
-
لوبی5 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام په C ګروپ کې راغی
-
تازه خبرونه2 days ago
له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل وارزول شو
-
نړۍ2 days ago
اسرائیلي ځواکونو د غزې او مصر د پولې کنټرول هم تر لاسه کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
افغانستان دې د تحریک طالبان پاکستان مشران راوسپاري – محسن نقوي