تازه خبرونه

کرنې وزارت له طبق ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د همغږۍ غونډه جوړه کړه

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني ویلي: «طبق یو له هغو جدي ننګونو څخه ده، چې د مالدارۍ سکټور ورسره مخ دی. نوموړي خبرداری ورکړ: «که د دې ناروغۍ مخه ونه نیول شي د هېواد لویه اقتصادي برخه به زیان وويني.»

Published

on

د هېواد په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې د دې ویروسي ناروغۍ [(طبق) د څارویو (د پښو او خولې ناروغي)] له خپرېدنې وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ملي او نړۍوالو همکارو مؤسسو، اړوند ادارو او د کرنې د کلسټر په ګډون د یوې همغږې غونډې کوربتوب وکړ، چې د دغې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي او درملنې لپاره ګډې حل‌لارې ومومي.

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني ویلي: «طبق یو له هغو جدي ننګونو څخه ده، چې د مالدارۍ سکټور ورسره مخ دی. نوموړي خبرداری ورکړ: «که د دې ناروغۍ مخه ونه نیول شي د هېواد لویه اقتصادي برخه به زیان وويني.»

هغه له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې په دې برخه کې د کرنې له وزارت سره په مبارزه کې همکاري وکړي او د افغانستان له مالدارانو سره اوږه پر اوږه ودرېږي.

د کرنې وزارت د حیواني روغتیا رییس ډاکتر مختار محسني په دې غونډه کې وویل: «طبق د څارویو یوه خطرناکه او ساري ناروغي ده، چې پخوا په کمه کچه موجوده وه؛ خو اوس پراخه شوې ده. د دې ناروغۍ کنټرول یوازې د دولت مسوولیت ندی، بلکې د خصوصي سکټور او موسسو پراخې همکارۍ ته هم اړتیا لري.» هغه زیاته کړې، چې دیادې ناروغۍ د کنټرول لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه جوړ شوي او تطبیق به یې د همکارو ادارو پر مرسته روانه وي.

په دې غونډه کې ګڼو بنسټونو له ډلې اکټېډ، د هالنډ کمیټه، میشن ایسټ، ډاکار، ورلډ وېژن او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍواله ادره یا اف،اې،او د د دې ناروغۍ د کابو کولو لپاره د همکارۍ چمتووالی وښود. همداراز د یوشمېر نورو نړیوالو بنسټونو او ادارو لکه د UNDP، WFP، UNODC، UNOPS، DRC، IRC، CARE، RRAA، ICRC، CIAVA، اروپايي اتحادیه، نړیوال بانک، د آسیا پراختیایي بانک، ActionAid، AfghanAid، د آغاخان بنسټ او نورو همکارو ادارو استازو هم ګډون کړی و.

د «طبق» یا «د پښو او خولې» ناروغي (Foot and Mouth Disease) یوه ویروسي، ساري او خورا انتاني ناروغي ده، چې په یوشمېر څارویو لکه غوا، میږې، وزې، خوګ او مېښو کې خپرېږي. دا ناروغي په حیواناتو کې د تبې، د خولې، پښو اوغولانزو په سیمو کې د زخمونو او ناروغیو لامل کېږي، چې په ځانګړي توګه په غواګانو او خوګانو کې شدیدې نښې لري. که یې مخنیوی ونشي، د مالدارۍ سکټور ته درانده اقتصادي زیانونه اړولی شي.

Trending

Exit mobile version