تازه خبرونه

کرن یادف په کابل کې د هند سفارت سفیر وټاکل شو

نوموړی له ۲۰۱۴ کال راپدېخوا د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د ډیپلوماټ په توګه دنده ترسره کوي او د کابل د سرپرست سفیر په توګه له ټاکل کېدو مخکې یې په مالډیف او سریلانکا کې سفارتي دندې ترسره کړې دي.

Published

on

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې کرن یادف په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د شارژډافیر( چارسمبالي ) په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړی له ۲۰۱۴ کال راپدېخوا د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د ډیپلوماټ په توګه دنده ترسره کوي او د کابل د سرپرست سفیر په توګه له ټاکل کېدو مخکې یې په مالډیف او سریلانکا کې سفارتي دندې ترسره کړې دي.

د څارونکو د څرګندونو له مخې؛ د هغه ټاکل د نوي ډیلي او کابل د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لېوالتیا ښیي، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته دا د هند او افغانستان په اړیکو کې د نوي پړاو ښکارندویي کوي.

د یادونې ده، چې هند تېره ورځ په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړ.

Trending

Exit mobile version