تازه خبرونه

کروندګرې مېرمنې له خپلو حاصلاتو خوښې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

یو شمېر کروندګرې مېرمنې چې د دارالامان په کرنیز فارم کې په کرکیله بوختې دي، سږ کال له خپلو کرنیزو محصولاتو راضي دي. د کرنې او مالدارۍ وزارت په دغه فارم کې اتیا ښځو ته یو یو جریب ځمکه په اجاره ورکړې ده.

نوموړې ښځې وایی، حاصلات یې د تمې خلاف زیات دي. د کرنې او مالدارۍ وزیر د دغو ښځو له کروندو څخه د لیدنې پر مهال د کرنې په سکتور کې د ښځو ونډه مهمه وبلله.

دغه فارم په دارالامان سیمه کې دی. په دې فارم کې دولت اتیا جریبه ځمکه اتیا ښځو ته چې په کرنې بوختې دي، د اجارې په توګه ورکړې ده. دوی په دغو ځمکو سابه، کچالو، پیاز، رومي بانجان، د بادرنګو، خربوزو او هندواڼو پالیزونه کرلي دي. دوی همداراز هلته په کوچنیو فارمونو کې چرګان، د شاتو مچۍ او وزې هم ساتي. دغه ښځې وایی، سږني حاصلات یې ډیر ښه دي.

کروندګره سویتا وايي: «وروسته له دې چې زمونږ روزنه پای ته رسېږي مونږهر یو لس، لس زده کوونکي روزو او په خپلو کورونو کې د وړو کروندو په جوړولو سره کار کوو، اونۍ کې دوه ورځې دغه فارم ته هم راځو»

کروندګره اولیا وايي: «دلته ښځې ډیر فعالیتونه کوي، مونږ له خپل کار څخه خوښې یو په کرنه کې د ښځو بوختیا هم د ښځو او هم د هېواد د کرنې د پرمختګ لپاره ګټور کار دی. مونږ د ښځو له پاره د افغانستان د کرنې د پرمختیا د څانګې له ملاتړ برخمن یو.»

د کرنې او مالدارۍ وزیر له دغه کرنیز فارم څخه د لیدو په حال کې د کرنې په سکتور کې د ښځو ونډه ډېره مهمه بولي.

د کرنې او مالدارۍ وزير اسدالله ضمیر وايي: «اتیا جرېبه ځمکه د اتیا ښځو له پاره ورکړل شوې ده، هره ښځه په یو جرېب ځمکه کې کار کوي. تقریباً د هېواد څلوېښت تر پنځه څلوېښت سلنه مېرمنې په کرنې او مالدارۍ بوختې دي. د تېرو کلونو په پرتله باید ښځینه بزګرانو ته جدي پاملرنه وشي»

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسولین وایی، دغه پروګرام د کابل تر څنګ په کاپیسا، پروان، بلخ او هرات ولایتونو کې هم د ترسره کولو کېدو په حال کې دی.

خبرياله: نبیله حفیظي

Trending

Exit mobile version