لوبی

کرکټ ملي لوبډله شل آوریزو لوبو ته چمتووالی نیسي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۹, ۱۴۰۱)

د افغانستان کرکټ بورډ د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د اګست له ۹ څخه تر ۱۷ پورې ایرلنډ ته سفر وکړي او سیالۍ به یې په سټورمونټ لوبغالي کې ترسره شي.

د یاد بورډ اجرائیوي مشر نصیب خان ویلي: افغانستان له یوې لسیزې راپدیخوا له ایرلینډ سره د لوبې کولو کافي تجربه لري او دا لوبه به د دواړو لوبډلو ترمنځ د ښې سیالۍ بڼه خپله کړي.

هغه زیاتوي: دغه راز مونږ په نږدې راتلونکي کې له ایرلینډ سره یوه ټیسټ او درې یو ورځنیو لوبې ترسره کیږي.

افغانستان وروستی ځل د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې د هند په ګریټر نودا کې له ایرلنډ سره د شل آوریزو لوبو لړۍ ترسره کړه او افغانستان د درې لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د شل آوریزو لوبو لړۍ:

د اګسټ پر ۹: افغانستان د ایرلینډ پر وړاندې، لومړۍ شل آوریزه لوبه په سټورمونټ لوبغالي کې تر سره کیږي.

د اګست پر ۱۱: افغانستان د ایرلنډ پر وړاندې دوه یمه شل آوریزه لوبه په سټورمونټ لوبغالي کې تر سره کیږي.

د اګست پر ۱۲: افغانستان د ایرلینډ په وړاندې درېیمه شل آوریزه لوبه کوي.

د اګست پر ۱۵: افغانستان د آیرلنډ پر وړاندې څلورمه شل آوریزه لوبه لري.

د اګست پر ۱۷: افغانستان او ایرلینډ، پېنځمه شل آوریزه لوبه تر سره کوي.

Trending

Exit mobile version