تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو اروپا مرستې د خواف-هرات اوسپنېپتلۍ له لارې افغانستان ته راورسېدې
ایرنا خبري سرچینې ته رضا شهریاري ویلي: دا مرسته، چې وچې شیدې هم په کې دي؛ له فرانسې څخه په اته واګونونو کې بار وې، چې د څو اروپایي هېوادونو، ترکیې، ایران او په پای کې د شمتېغ- خواف له پولې د روزنک تمځای ته راورسېدې.
د افغانستان د ریلي پراختیا کنسورسیوم اجرائیوي رییس ویلي، چې د چارشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د اروپایي مرستو لومړني اروپايي بار وړونکي واګونونه د خواف-هرات د اوسپنېپټلۍ او شمتېغ پولې له لارې د افغانستان خاورې ته راورسېدل.
ایرنا خبري سرچینې ته رضا شهریاري ویلي: دا مرسته، چې وچې شیدې هم په کې دي؛ له فرانسې څخه په اته واګونونو کې بار وې، چې د څو اروپایي هېوادونو، ترکیې، ایران او په پای کې د شمتېغ- خواف له پولې د روزنک تمځای ته راورسېدې.
هغه زیاته کړې: پر وچو شیدو سربېره ۱۵ نور واګونونه، چې سمنټ او کاشۍ یې لېږدول هم له دې لارې روزنک تمځای ته راورسیدل.
د افغانستان د ریلي پراختیا کنسرسیوم اجرائیوي رییس زیاته کړې: دا لومړی ځل دی، چې اروپايي بار وړونکي واګونونه په مستقیم ډول د افغانستان خاورې ته راننوتل. دا ریلي لار افغانستان ته د سیمې او نږدې هېوادونو سره د نښلېدا زمینه برابروي او کولی شي د ترکیې او په پایله کې له اروپا سره د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ په تعاملاتو کې یو نوی پړاو رامنځته کړي.”
