تازه خبرونه

کندز: دوو طالبانو خپل څوارلس ملګري وژلي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كندز د امنيې قوماندانوايي چې دا دوه تنه چې د امنيتي ځواكونو نفوذي كسان وو وړمه شپه يې د امام صاحب ولسوالۍ په يكه توت سيمه كې څوارلس طالبان وژلي او وسلې يې پوليسو ته تسليم كړې دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د كندز امنيه قوماندان محمد قسيم جنګل باغ وايي دامينتي ځواكونو دوه همكارانو چې له امنيتي ځواكونو سره همكار وو د سه شنبې په شپه د امام صاحب ولسوالۍ د يكه توت په سيمه كې د وسله والو طالبانو په پوسته كې څوارلس وسله وال طالبان په ډزو وژلي او وسلې او مهمات يې پوليسو ته تسليم كړي دي.

هغه دغه راز وايي چې د كندز په مركز او د خان آباد ولسوالۍ په آقتاش سيمه كې په بېلو نښتو كې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه يې ژوندي نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه په دې نښته كې ملكي خلكو ته زيان نه دى رسېدلى او په پام كې لري چې په خان آباد ولسوالۍ كې هم چاڼيز عمليات پيل كړي.

Trending

Exit mobile version