تازه خبرونه

کندهار والي له ترکیې د روغتیايي مرستو د پراخولو غوښتنه وکړه

د کندهار ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې؛ په کابل کې د ترکیې سفارت شارژدافیر صادق آی‌ یلدیز او مل پلاوي یې د شنبې پر ورځ کندهار ته د رسمي سفر پر مهال له والي سره وکتل.

Published

on

 

د کندهار والي ملا محمد شیرین آخوند، په افغانستان کې د ترکیې له شارژدافیر سره په لیدنه کې له ترکیې وغوښتل، چې په ځانګړي ډول په کندهار کې د روغتیا، کرنې او پراختیايي پروژو په برخو کې خپلې مرستې پراخې کړي.

د کندهار ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې؛ په کابل کې د ترکیې سفارت شارژدافیر صادق آی‌ یلدیز او مل پلاوي یې د شنبې پر ورځ کندهار ته د رسمي سفر پر مهال له والي سره وکتل.

ملا محمد شیرین آخوند له افغانستان سره د ترکیې له اوږدمهالو همکاریو مننه وکړه او څرګندوي، چې ترکیه د ګډو دیني، فرهنګي او تاریخي اړیکو له کبله د افغانستان نږدې دوست هېواد دی. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د پراخېدا هیله هم څرګنده کړه.

والي له ترکیې وغوښتل، چې په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو په جوړولو، د درملو او طبي تجهیزاتو په برابرولو، د میرویس سیمه‌ییز روغتون او د عینو مېنې د ۳۵۰ بستریز روغتون په تجهیز، د افغان ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو په روزنه، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ترکي تجربو په شریکولو، د افغان ناروغانو او سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې په چټکتیا، او همدارنګه د بېرته راستانه شویو کډوالو په مېنو کې د ښوونځیو، دیني مدرسو، روغتیايي مرکزونو او د پاکو اوبو د شبکو په جوړولو کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

هغه ویلي، یادې برخې د کندهار له مهمو او بیړنیو اړتیاوو څخه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې صادق آی‌ یلډیز د افغانستان د امنیتي وضعیت، د بیارغونې بهیر او نورو پرمختګونو د ستاینې تر څنګ زیاته کړې، چې ترکیې تل هڅه کړې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي او په اړینو برخو کې ورسره همکاري وکړي. هغه د افغانستان د دوامدار پرمختګ هیله هم څرګنده کړې ده.

Trending

Exit mobile version