تازه خبرونه
که افغانستان امریکایي یرغمل خوشې نکړي د ایران او وینزویلا له برخلیک سره به مخ شي – د ټرمپ استازی
دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د دوشنبې پر ورځ افغانستان د “ناحقه نیونو ملاتړ کوونکی دولت” نومولی، چې کولی شي د امریکا پر پاسپورټ لرونکو د سفر بندیز ولګوي.
د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي آدم بولر ګواښ کړی، چې که په افغانستان کې بندي امریکایان خوشې نشي؛ نو دا هېواد به د وینزویلا یا ایران له برخلیک سره مخ شي.
بولر، چې دوه ځله یې افغانستان ته سفر کړی او له دې مخکې یې د یو شمېر بندي امریکايي وګړو د خوشې کېدا په برخه کې بریالۍ هڅې کړي؛ په ایکسپاڼه کې لیکلي: « امریکا به نور دا ونه زغمي، چې کوم هېواد دې زمونږ وګړي یرغمل کړي. افغانستان دا مهال درې بېګناه امریکايي وګړي په بند کې ساتلي دي».
هغه اسلامي امارت ته په نغوته کې ویلي: «اوس هغه وخت رارسېدلی، چې هغوی خوشې شي. که نه؛ نو ښايي د ونزویلا یا ایران له برخلیک سره به مخ شئ».
دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د دوشنبې پر ورځ افغانستان د “ناحقه نیونو ملاتړ کوونکی دولت” نومولی، چې کولی شي د امریکا پر پاسپورټ لرونکو د سفر بندیز ولګوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر په ایکس پاڼه کې د افغانستان له اوسنیو واکمنو غوښتنه کړې، چې یرغمل شوي امریکايي وګړي خوشې کړي.
مارکو روبیو د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې راغلی، چې امریکايي وګړي په ناحقه توګه د امتیازاتو د تر لاسه کولو لپاره ساتي.
مارکو روبیو زیاته کړې: د افغانستان واکمن د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره له ترهګریزو لارو چارو کار اخلي؛ خو د امریکا د اوسني حکومت پر وړاندې به دا تګلاره بریالۍ نشي.
د افغانستان اوسنی دولت باید ډینس کویل، محمود حبیبي او ټول هغه امریکایان، چې په افغانستان کې په ناحقه بنديان دي؛ ژر تر ژره خوشې کړي.
رویټرز خبري سرچینې د دوه بلدو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې امریکا د پاول اوربي د پاتې شونو د بېرته راستنولو هڅه هم کوي؛ یو لیکوال، چې وروستی ځل په ۲۰۱۴ کال کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې لیدل شوی و.
اسلامي امارت له دې مخکې له خبرو وروسته څو امریکایي بندیان خوشې کړي؛ خو د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د پخواني مشر حبیبي نیول رد کړي او د هرې ستونزې حل خبرې او ډیپلوماسي بولي.