سیمه ییز خبرونه

که امنیتي تړون ژر لاسلیک نه شي نو امریکا به خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر حامد کرزي د امریکا د ملي امنیت له سلاکارې سوزن رایس سره په کتنه کې د واشنګټن او کابل تر منځ د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره نوې شرطونه وړاندې کړي دي. امريكا يو ځل بيا خبردارى وركړی، چې كه امنيتي تړون و ځنډول شي، دوى به له افغانستان څخه سرتېري وباسي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزن رایس د دوشنبې په ماښام ( د لیندۍ ۴ ) په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل او ولسمشر کرزي د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون د لاسلیک په برخه کې پر خپل پخواني دریځ ټینګار وکړ.

ولسمشر ويلي، چې د امنيتي تړون د لاسليك تر مخه بايد د افغانانو پر کورونو په بشپړه توګه پوځي عملیاتو بند شي، امريكا دې په افغانستان کې د سولې او شفافو ټاكنو له بهيرونو سره صادقانه همكاري پيل كړي.

ولسمشر کرزي سوزان رايس څخه غوښتي، چې امریکا باید د شفافو ټاكنو په باب افغانستان ته مثبت ځواب ووايي.

سپینه ماڼۍ بيا وايي، د دوشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا د ملي امنیت د سلاکارې سوزن رایس سره په لیدنه کې ولسمشر حامد کرزي د واشنګټن او کابل ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک کولو په اړه نوې شرطونه وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې د دې تړون لاسلیک ته بېړه نه لري.

سپينې ماڼۍ همدارنګه ویلي: که امنیتي قرارداد ژر لاسلیک نه شي نو امریکا به اړه وي، چې خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي او په هغه صورت کې به په افغانستان کې له ۲۰۱۴ م کال وروسته امریکايي او ناټو سرتېري پاتې نه شي.

افغان سیاسي كارپوهان رحمت الله بيژن پور او محمد طاهر زهير بیا وايي، چې له امريكا سره د امنيتي تړون ځنډول د هېواد په ګټه نه دي.

دوى زیاتوي، چې كه امريكا افغانستان پرېږدي، هېواد به يو ځل بيا د طالبانو دورې ته ستون شي.

افغان ولسمشر حامد كرزي د امريكا د ملي امنيت سلاكارې ته ويلي، چې د ده پېغامونه او غوښتنې د امريكا ولسمشر ته ورسوي تر څو اوباما د تړون له لاسليك مخكې افغانانستان ته ډاډ وركړي.

Trending

Exit mobile version