تازه خبرونه
که د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رييس و نه ټاکل شي، ټاکنې به وځنډيږي- احمدزی
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رييس وايي، که د کمیسیون د دارالانشا رييس و نه ټاکل شي، ټاکنې به وځنډيږي.
د ملي وحدت حکومت کابو دوه نیم کاله پر تېریدو دي؛ خو د نورو ژمنو تر څنګ یې د پارلماني ټاکنو د تر سره کولو په اړه ژمنو هم خلک بې باوره کړي دي.
د ملي وحدت حکومت رهبرانو ویلي، چې په راتلونکي کال کې به پارلماني ټاکنې کوي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس نجیب الله احمدزی وايي، کابو یوه نیمه میاشت تېره شوه، چې حکومتي چارواکي د درې کسانو په ارزونه لګیا دي؛ خو د کوم یوه په ټاکلو هوکړې ته نه دی رسیدلي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون رييس عبدالعزیز اریایي وايي، چې دغه کمیسیون هم د تېرو چارواکو پر کړنو د نیوکو په ترڅ کې وايي، چې د نړیوالې ټولنې د میلیونونو دالرو له لګښت سره سره دا کمیسیون د تشو خونو څلور دیوالونو ته ناست دي.
د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده وايي، چې حکومت په ټاکنیزو چارو کې لاسوهنه کوي او که دغه لاسوهنه ونه دریږي، دوی به دغه لاسوهنه بربنډه کړي.
د ټاکنو څارونکي بنسټونه بیا وايي، چې حکومت په ټاکنیز بهیر کې لاسوهنه کوي.
دوی وايي، که حکومت خپل لاس لنډ نه کړي، دوی به یې لاسوهنې بربڼډې کړې.
د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې پارلماني او ولایتي ټاکنې د دولتي او نادولتي بنسټونو د لاسوهنو ښکار شوي او دا بهیر یې له ناهیلیو سره مخ کړی دی.
خبریاله: سمیرا طفري