تازه خبرونه

که عالمان او حاکمان فاسد شي خلک هم فساد ته مخه کوي – شیخ‌هبة‌الله‌آخوندزاده

د اسلامي امارت رهبر دغه څرګندونې د کندهار ولایت د والي په دفتر کې د کندهار ښار د ۱۵ حوزو عالمانو او خطیبانو ته کړي او له دوی یې وغوښتل؛ خلک د ټرافیکي پېښو له خطرونو خبر کړي، چې د بې احتیاطۍ قرباني نشي.

Published

on

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده په کندهار کې یوې غونډې ته ویلي، چې د عالمانو او مسوولینو پر رول ټینګار وکړ او څرګندوي: که دا دوه لیکې اصلاح شي ټولنه هم اصلاح کیږي او که دوی فساد وکړي ټولنه به هم فاسده شي.

د اسلامي امارت رهبر دغه څرګندونې د کندهار ولایت د والي په دفتر کې د کندهار ښار د ۱۵ حوزو عالمانو او خطیبانو ته کړي او له دوی یې وغوښتل؛ خلک د ټرافیکي پېښو له خطرونو خبر کړي، چې د بې احتیاطۍ قرباني نشي.

نوموړي دغه راز تېر وضعیت ته په نغوته کې ویلي، چې پخوانيو نظامونو فساد، فحشا او بې دیني دود کړې وه او خلک یې له دین څخه لرې کړي وه؛ داسې، چې ځینو ته اوس شرعي احکام پردي ښکاري.

شیخ هبة‌الله آخوندزاده ډاډ ورکړ، چې د نظام ټول قوانین او احکام د شریعت له مخې تنظیم شوي او د عالمانو او دیني کارپوهانو له لوري په کره ډول څېړل کیږي.

د اسلامي امارت مشر ويلي، چې د عالمانو دنده دا ده، چې خلک سنت ته راوبولي او له شريعت سره سم خپل شخصيتونه؛ صورت او سیرت سينګار کړي.

Trending

Exit mobile version